تازه خبرونه
نړیواله ټولنه باید د تروریزم په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي- عبدالله عبدالله
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ د امریکایي او ناتو ځواکونو له عمومي قومندان سره په کتنه کې وویل، چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه له تروریزم سره په یوازې ځان مبارزه کوي.
د نوموړي په وینا؛ د وروستيو بریاوو له پاره اړینه ده، چې نړیوال همکاران مو د افغانستان وسلوال ځواکونه تمویل او تجهیز کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پر پوځي عملیاتو هم خبرې اترې شوې دي.