تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید کډوالو ته ځانګړي شوي ۵۵۰ میلیون دالرتائید کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کډوالو وزارت خبرداری ورکوي، چې که نړیواله ټولنه د کورنیو بې ځایه شویو او بېرته را ستنیدونکیو کډوالو ستونزو لپاره د دوی د پېنځه سوه پنځوس میلیون دالر غوښتنه تائید نه کړي؛ افغانستان به په ۲۰۱۷ کال کې له بشري ناورین سره مخ شي.

افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د بېرته را ستنو شویو کډوالو له پراخ بېرته راتګ سره مخ و او جګړې هم د دې سبب شوې، چې  خلک له خپلو سیمو بې ځایه شي.

په دې کال کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته یو میلیون وګړي او له ځینو اروپایي هېوادونو لس زره کسان بېرته را ستانه شوي دي.

په کور دننه هم جګړو نږدې یو میلیون وګړي بې ځایه کړي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرئت په ډاګه کړې، چې، په ۲۰۱۷ کال کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه مرستې غواړي.

د نوموړي په وینا؛ افغان حکومت تمه لري، چې د بشري مرستو لپاره به نړیواله ټولنه د دوی د پېنځه نیم سوه میلیون دالرو د مرستې غوښتنه تائید کړي.

له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وایي؛ کوم خلک، چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند کوي، ډېرې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د پېسو نړیوال صندوق هم په خپل تازه راپورکې له نړیوالې ټولنې څخه افغان دولت ته د مرستې غوښتنه کړې، چې  کورنیو بې ځایه شویو او بېرته را ستنو شویو کډوالو ته لاسرسي ومومي.

افغانستان له سوریې او عراق وروسته د نړۍ درېیم هېواد دی، چې په نړۍ کې ډېر کډوال لري.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version