تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د نیوکو پر ځای له افغانستان سره همکاري وکړي – متقي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بینت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ویلي، چې د نیوکې پر ځای دې همکاري وکړي؛ ځکه په افغانستان کې د جنګسالارانو، سړي تښتوونکیو او غاصبینو وخت تېر شوی، چې د نورو حقونه تر پښو لاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ په یو بل د نیوکو پر ځای باید په ګډه کار وکړو؛ حقایق خپاره کړو او کوم پرمختګونه، چې شوي باید خپاره یې کړو. په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت داسې دی، چې جنګسالاران، اختطافګر او غاصبین نور نشي کولی د هیچا حقونه تر پښو لاندې کړي.

دغه راز د ريیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له ريچارد بنيت سره په جلا کتنه کې ويلي، چې اوس په ټول افغانستان کې بشپړ امنيت ټینګ شوی او اسلامي امارت د ټولو اتباعو د ژوند، مال او عزت او په ځانګړي توګه د  ښځو د شرعي حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

د نړیوالو اړیکو شنونکي اسحاق اتمر ویلي؛  له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د چارواکو خبرې کولی شي د ډېرو مسلو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د حل لار برابره کړي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنیت د خپل سفر موخه د نجونو د تعلیم، د ښځو د حقونو، د رسنیو د فعالیتونو، د هندو، سک او نورو مذهبي لږکیو د امنیت له څرنګوالي څارنه بللې ده.

Trending

Exit mobile version