تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې د پاکستان د بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسي ـ د هوایي برید ټپیان
هر ټپي د برید دردوونکې کیسې لري او وايي پاکستانيو الوتکو هغه سیمې پر نښه کړې، چې کډوال په کې شپې سبا کوي.
په پکتیکا کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو شمېر ټپیان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان د “بې عدالتۍ” او ظلم مخه ونیسي.
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريدونو له کبله د ماشومانو، لويانو او میرمنو په ګډون يو شمېر ټپيان کابل ته لېږدول شوي دي.
هر ټپي د برید دردوونکې کیسې لري او وايي پاکستانيو الوتکو هغه سیمې پر نښه کړې، چې کډوال په کې شپې سبا کوي.
دوی وايي؛ د پاکستان پوځ له کډوالو سره غیر انساني چلند کوي؛ ماشومان او ښځې پر نښه کوي.
له آریانا نیوز سره داسې ټپیانو هم خبرې کړي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د خپلو کورنیو ډېر غړي له لاسه ورکړي دي.
په هغو ټپیانو کې، چې کابل ته راوړل شوي دي؛ داسې ټپیان هم په کې ديؤ چې د خپلې کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي دي.
په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید له کبله ټپي شوی یحیی نومی ماشوم د خپلې کورنۍ د ټولو غړیو د له لاسه ورکولو په غم کې ژاړي.
له دې بریدونو څخه ان دوه میاشتنی ماشوم هم ندی خلاص شوی، دغه ماشوم اوس د خپلې مور د ګرمې غېږې پر ځای د کابل په یوه روغتون کې بستر دی.
د هوایي برید ټپیان وايي، چې د پاکستاني پوځ د بريدونو له وېرې له وزيرستانه افغانستان ته را کډه شول؛ خو دلته پرې هم بريدونه کیږي.
په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید یو بل ټپي سهیل نومي ویلي؛ له همدې کبله له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان د «بې عدالتۍ» او ظلم مخه ونیسي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ، چې د نړیوالو قوانینو خلاف په ګاونډ هېوادونو کې خپل وګړي پر نښه کوي؛ غواړي، چې کابل له اسلامآباد سره د کړکېچ نوي پړاو ته وردننه شي. هغه تاوتریخوالی، چې کیدی شي د سرحدي نښتو او د پاکستان پر خاوره د بریدونو د زیاتوالي لامل شي.
ویل کیږي، چې پاکستان پخپله غواړي د خپل پوځ او ټي ټي پي تر منځ جګړې ته زور ورکړي.
