تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره متقابل تعامل وکړي – پاکستان

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون (چارشنبه د لیندۍ ۲۴) ویلي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې متقابل تعامل نکول به ستر بشري ناورین رامنځته کړي.

دغه راز قریشي زیاته کړې، چې په افغانستان کې ګډوډي به نه یوازې ترهګرې ډلې پیاوړې کړي، بلکې رامنځته شوی خراب اقتصادي وضعیت د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه هم ندي.

قریشي وایي؛ پاکستان غواړي نړۍ وپوهوي، چې د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین په اړه بې پروايي او بې تفاوتي د زغم وړ نده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتونو، د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه  اړین ګامونه پورته کړي.

قریشي وایي: په افغانستان کې ټولې تېرې شل کلنې هڅې، زیارګالنې او پانګونې به په دې توګه نه یوازې بې ګټې ثابتې شي، بلکې بې ګناه خلک وژل کیږي او د ترهګرۍ د نوې څپې له رامنځته کېدو او ودې سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان به د یکشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان  یا او آی سي کوربتوب هم وکړي. دا غونډه د سعودي عربستان لخوا رابلل  شوې او تمه ده، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرستې ته وهڅول شي.

Trending

Exit mobile version