تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والي ته پام راواړوي ـ قطر
قطر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې رامنځته شوي امنیتي وضعیت ښه والي او نورو مثبتو پرمختګونو ته پام راواړوي.
د افغانستان په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل؛ نه یوازې یې پر دوه اړخیزو اړیکو او خوځښت آزادۍ وغږېدل، بلکې له افغانستان سره یې د ښو نړیوالو اړیکو پر ساتلو هم ټینګار څرګند کړ.
القحطاني له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلونونه او په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوي پرمختګونه له پامه ونه غورزوي.
امیرخان متقي هم له افغانستان سره د قطر ښو اړیکو ته په نغوته کې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.
قطر له تېرو اووه کلونو راپدیخوا د اسلامي امارت د سیاسي دفتر کوربتوب کړی او له افغانستان سره یې په سیاسي، ښوونیزو او روغتیایي برخو کې مرسته کړې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې د کابل نړیوال هوایي ډګر په بیا رغونه کې ګټوره مرسته کړې ده.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي وه، چې اقتصادي بندیزونه په هېواد کې د دوی پر خدماتو منفي اغېز لري.
د یوناما مشرې ډیبرا لینز دغه څرګندونې د سې شنبې پر ورځ په کابل کې له مولوي متقي سره د کتنې پر مهال کړې دي.
د غونډې په جریان کې ، میرمن لیونز په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په ښه کیدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په دې هیواد کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او له اړمنو سره به مرسته وکړي.