تازه خبرونه
نړیواله ټولنه د افغانستان له برحقه دریځ ملاتړ کوي- غني
ولسمشرغني د حراست او ثبات شورا د مشرتابه پلاوي سره په ارګ کې د لیدنې پرمهال ویلي، چې د وارسا په ناسته کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ سیمې ته یو واضح پیغام درلود او هغه دا، چې د افغانستان له برحقه دریځ ملاتړ کوي او په منځمهال کې به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان د خلکو په خوا کې ودریږي.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې د افغانستان متحدینو او نړیوالو همکارانو د ملي وحدت حکومت د هڅو او فعالیتونو په پایله کې د افغانستان حقانیت درک کړی او پر همدې بنسټ یې په یوه غږ د وارسا په ناسته کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې له بهیر هر اړخیز ملاتړ کړی دی.
په دې ناسته کې عبدرب رسول سیاف ویلي، چې د نظام پیاوړتیا د حراست او ثبات شورا اصلي هدف دی؛ځکه د افغانستان خلک پیاوړی نظام غواړي.
هغه زیاته کړې؛ افغانان د کمزوري نظام ستونزې او یا له نظام پرته ژوند نه مني.
هغه دا هم ویلي؛ د حراست او ثبات شورا حاضره ده د ټاکنو پر مسایلو،له هېواده د دفاع، له سیمې سره د اړیکو د پراختیا، د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړیدو او په نورو مهمو مسایلو کې حکومت ته مشوره ورکړي.
ولسمشرغني ویلي؛ حکومت د ټاکنو تر سره کیدو ته ژمن دی او په همدې موخه دوه جلا امنیتي او مالي کمیتې جوړیږي، چې لس میلیون دالر به د دولت له بودجې د خدمتونو له پاره ځانګړي شي.