Connect with us

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه د مرستو پر ځای غوښتنې کوي – امیر خان متقي

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د اسلامي امارت له مشرانو او بانکي نظام څخه د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۳, ۱۴۰۳

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د کار ملي کنفرانس ته د وین پر مهال ویلي؛ نړیواله ټولنه د افغانستان له اسلامي امارت غواړي، چې له مخدره توکو او ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو مرسته نهکوي.

امیر خان متقي وایي: نړیواله ټولنه له مونږ څخه پوښتنې کوي او غوښتنې هم لري. دوی پوښتي، چې نشه‌يي توکي څه شول؟ څنګه یې مخنیوی وکړو؟ څنګه امنیت خوندي کړو؟ له افغان خاورې څخه د ناسمې استفادې مخه څنګه ونیول شي؟ دا د دوی غوښتنې دي، خو مرسته یې صفر ده.

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د اسلامي امارت له مشرانو او بانکي نظام څخه د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالکبیر ویلي: زه له هېوادونو غواړم، چې د اسلامي امارت پر مظلومو خلکو او مشرانو غیر‌قانوني او غیر‌عادلانه بندیزونه پای ته ورسوي او اسلامي امارت ته د نړیوالې ټولنې د یوه فعال غړي په توګه د همکارۍ ډاډ ورکړي.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري وایي، چې د دغه کنفرانس له جوړېدو څخه یې موخه په هېواد کې له بې‌وزلۍ او بېکارۍ سره مبارزه ده.

نوموړي زیاته کړې: زمونږ د کار له ملي کنفرانس څخه له ټولو ستره او مهمه موخه د وخت له اړتیا سره سم د کار بازار ته وده ورکول دي، چې له یوې‌خوا د پام وړ او کاري فرصتونه برابر کړو او له بلې‌خوا په ټول هېواد کې د بیکارۍ پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړو.

په کنفرانس کې دا هم ویل شوي، چې په راتلونکیو پېنځه کلونو کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکټور پر همکارۍ ۵۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي؛ مونږ باید داسې ساحه تمویل کړو، چې رښتیا هم دندې او کار رامنځته کړي. مونږ باید داسې برخه تمویل کړو، چې خلک واقعیاً ورته اړتیا لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاء الله عمري هم د دې سکټور د معیاري کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وایي: د کرنې وزارت هڅه کوي، چې کرنه او کروندې معیاري کړي. د کرنې او مالدارۍ له معیاري کولو سره به زمونږ ۷۰ سلنه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د نړیوالو ټولنو ځینو استازو په دې کنفرانس کې ویلي، چې د کار پیدا کول د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې مرسته کولی شي.

د افغانستان لپاره د کار نړیوالې ټولنې (ILO) لوړ پوړی همغږي کوونکی رامین بهزاد وايي، د کاري فرصتونو له برابرولو سره به بې‌وزلي راکمه شي.

هغه استازو ته ډاډ ورکړ، چې ILO به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ روانې ساتيورکړي.

په غونډه کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم ټینګار وکړ، چې د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره دې پر بېخبنایي او انکشافي پروژو تمرکز وشي.

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!