تازه خبرونه

نړیواله ټولنه نه، بلکې افغانان د ټولګډونه حکومت د تعریفولو مسوول دي – اروپا

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د مولوي امیر خان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نړیواله ټولنه په دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت د روښانه تعریف مسوولیت نلري.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې له غربي ډیپلوماټانو سره د لیدنې له پای ته رسېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې نړیوالې ټولنې دوی ته د ټولګډونه حکومت روښانه تعریف وړاندې کړی ندی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اميرخان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او تعریفول د نړيوالې ټولنې مسووليت ندى، بلکې د دې هېواد وګړي کولى شي د خپل حکومت د څرنګوالي په اړه خپل روڼ نظر ولري.

ټوماس نیکولسن ټینګار کړی، چې د افغانستان وګړي باید د خپلو حقونو د درناوي لپاره د روڼ بهیر له لارې د خپل حکومت د څرنګوالي په اړه نظر ولري.

نوموړی وایي: دا د نړیوالې ټولنې دنده نده، چې د افغانستان لپاره یو ټولګډونه حکومت تعریف کړي. دا د ټولو افغانانو نرینه او ښځو دنده ده، چې دا کار د راڼه بهیر له لارې وکړي او د خلکو حقونو ته د درناوي په صورت کې پدې اړه نظرونه څرګند کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له هغې وروسته د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه څرګندونې وکړې، چې غربي ډیپلوماټانو په اوسلو کې د اسلامي امارت له پلاوي سره له لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: په دولتي جوړښت کې کوم لوی بدلون ندی راغلی. یوازې د حکومت په مشرتابه کې ځینې بدلونونه راوستل شوي او د کابینې غړي او شخصیتونه د افغان ټولنې د ټولو برخو استازي دي؛ خو اوس هم یاد حکومتي جوړښت بشپړ شوې ندی(ډېر نور بدلونونه هم راوستل کیدی شي).

په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي او تر اوسه هېڅ هېواد د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت ندی پيژندلی.

د سیمې او نړۍ هېوادونو تل ویلي، چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو یو شرط په افغانستان کې د ټولګډونه نظام او حکومت جوړول دي.

د افغانستان د متحد اسلامي ګوند رهبر وحیدالله سباوون ویلي: داسې حکومت دې جوړ شي، چې ټول قومونه په ځانګړې توګه با نفوذه کسان په کې شامل وي. که څوک خبرې اترې غواړي، له هغوی سره دې خبرې وشي… د طالبانو حکومت سرپرست [حکومت] دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د هند او د منځنۍ آسیا پېنځه مشرانو د تېرې پنجشنبې پر ورځ په هند کې هم په یوه مجازي غونډه کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه؛ خو اسلامي امارت وايي، چې حکومت یې ټولشموله دي او د پراخېدو لپاره یې لازم ګامونه پورته کوو.

Trending

Exit mobile version