تازه خبرونه

نړیوالې روڼتیا د افغانستان روڼتیا د اړیکې د ډلې په توګه ومنله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ له دې پرمختګه هرکلی کړی او وایي؛ په افغانستان کې له فساد سره مبارزه ډېرو همکاریو ته اړتیا لري.

افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په کتار کې دی. له همدې کبله د فساد پر ضد مبارزه پوره نه یادیږي. د نړیوال روڼتیا څار بنسټ د افغانستان روڼتیا څار د اړیکو بنسټ په توګه پر رسمیت پېژاند. دا په څه باندې ۱۲۰ هېوادونو کې له بېلابېلو بنسټونو سره همکاري لري.

د نړیوالې روڼتیا د روڼتیا څانګې مشر الي جاندرو سلاس څرګنده کړې؛ نړیواله روڼتیا د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د اړیکې ډلې په توګه پر رسمیت پېژني او که دا بنسټ وکړای شي زمونږ مقررات بشپړ کړي؛ پر رسمي او بشپړ استازي به مو بدل شي.

د افغانستان روڼتیا څار د مدیره پلاوي مشره جوي سندرز ویلي؛ نړیوال روڼتیا بنسټ په نړۍ کې له ډېر باور برخمن دی او ډېرې سرچینې لري، چې د افغانستان له فساد سره د مبارزې بنسټ به ترې ګټه واخلي.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ ویلي؛ ماموریت یې په تدارکاتو او خصوصي سکتور کې پر روڼتیا ور ټول دی.

د افغانستان روڼتیا څار چارسمبالی سلیمان اسد الله وایي: د افغانستان روڼتیا بنسټ د تدارکاتو او خصوصي سکتور پر رونتیا او په افغانستان د فساد په اړه د اطلاعاتو پر ترلاسه کولو کار کوي.         

روڼتیا څار خصوصي سکتور هم د اداري فساد ستر مرکز بولي او له دې ستونزې سره مبارزه ستونزمنه یادوي.

د افغانستان روڼتیا څار اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي وایي: خصوصي سکتور له حده ډېر فاسد دی؛ ځکه د زورواکو تر چتر لاندې کار کوي او دا زورواکي د ولسي جرګې غړي دي.          

د سوداګرۍ او پانګونې د عامه اړیکو مشر امين بابك ویلي: د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ څرګندونې له انصافه لرې دي؛ دا بنسټ باید جدي څېړنې وکړي او هغه شرکتونه، چې په فساد کې ښکېل دي باید ترې یادونه وکړي.       

د افغانستان روڼتیا څار څرګنده کړې؛ له فساد سره مبارزه ډېرو قانوني بنسټونو ته اړتیا لري. د اداري فساد پر ضد کمیسیون، چې حکومت په وروستیو کې جوړ کړی، د روڼتیا څار په باور ګټور ندی.

Trending

Exit mobile version