تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د تروریزم په ملاتړ کوونکو فشار نه دی راوړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار وايي؛ که نړیواله ټولنه په افغانستان کې له تروریزم سره مبارزه ونکړي، نو په پاریس، لندن او واشنګټن کې به له ترهګرۍ سره مبارزې ته اړ شي.
له هیواد څخه په خپلواکه توګه د دفاع او ملي پوځ د ستاینې په مراسمو کې ښاغلي ایزدیار ټینګار وکړ چې نړیوالې ټولنې تر اوسه په هغو هیوادونو فشار نه دی زیات کړی چې تروریزم ته وده ورکوي او هیله یې وښوده چې نړیواله ټولنه باید په هغو هیوادونو فشار زیات کړي چې له تروریزم څخه ملاتړ کوي.
په یادو مراسمو کې ویناوالو وویل چې له افغانستان او افغان پوځ څخه ملاتړ د نړۍ له خوندیتوب سره مرسته کوي؛ له هغه هیواد سره چې لاهم د جګړې اور پکې بل دی.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار:
که نړیواله ټولنه په افغانستان کې له تروریستانو سره مبارزه ونکړي، سبا اړ دي چې د خپلو هیوادونو په پلازمینو، لکه، پاریس، برلین، لندن او واشنګټن کې له تروریزم سره مبارزه وکړي. له افغان پوځ سره د دوی ملاتړ په کراتو ارزانه تمامیږي.
د ملي دفاع وزارت مسولین وايي له افغانستان څخه یو سلو دیرش زره نړیوال سرتیري بهر شوي او پرته له دې چې کومه ستونزه را منځته شي، ځای یې اوس افغان سرتیرو ډک کړی دی.
افغان پوځ د کمیت بشپړیدو ته نږدې شوی دی. دغه پوځ د مرغومې له یوولسمې څخه په رسمې ټوګه د ټول هیواد امنیتي چارې په غاړه اخیستي دي.

Trending

Exit mobile version