Connect with us

تازه خبرونه

نړیوال بانکونه دې له وېرې پرته افغانستان ته پیسې ولېږدوي – امریکا

خپور شوی

د

امریکا د چارشنبې پر ورځ له نړیوالو بانکونو وغوښتل، چې افغانستان ته د بشردوستانه موخو لپاره پیسې ولېږدوي او د بندیزونو له وېرې پرته ښوونکیو او روغتیايي کارکوونکیو ته معاش ورکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا خزانې وزارت په افغانستان کې د بشردوستانه کارونو او موخو لپاره د سپټمبر او ډسمبر په میاشت کې د لګول شویو بندیزونو د بښنې په اړه نوې لارښوونې چمتو کړې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ۳۹ میلیوني وګړیو د لرونکي افغانستان له نیمايي ډېر له پوره لوږې او د دغه هېواد اقتصاد، ښوونه او روزنه او ټولنیز خدمات له سقوط سره مخ دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د افغانستان د وضعیت په اړه څرګنده کړې، چې د دې هېواد اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او په دې ژمي کې یې وګړي له جدي ننګونو سره مخ دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ نړیوال بانکونه افغانستان ته د پیسو د لیږد په برخه کې ډېر پام ساتي او مرستندویه ادارې هڅه کوي، چې د مرستو د عملیاتو د تمویل لپاره پوره پیسې دغه هېواد ته ولېږدوي.

له دې غوښتنې سره همهاله د امریکا خزانې وزارت څرګنده کړې، چې بانکونه کولی شي د بندیزونو له وېرې پرته د بشري عملیاتو اړوند پیسې ولېږدوي؛ ښوونکیو او روغتیايي کارکوونکیو ته معاشونه ورکړي.

اسلامي امارت له ډېرې مودې راپدیخوا د امریکا په تور نوملړ کې ساتل شوی او د روان کال د زمري پر ۲۴ /  د اګست پر ۱۵ بیا پر کابل واک ته ورسېدل؛ امریکا نه یوازې د افغانستان بانک شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالر کنګل کړل، بلکې نړیوالې مرستې یې هم ودرولې.

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!