تازه خبرونه
نړیوال بانکونه دې له وېرې پرته افغانستان ته پیسې ولېږدوي – امریکا
امریکا د چارشنبې پر ورځ له نړیوالو بانکونو وغوښتل، چې افغانستان ته د بشردوستانه موخو لپاره پیسې ولېږدوي او د بندیزونو له وېرې پرته ښوونکیو او روغتیايي کارکوونکیو ته معاش ورکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا خزانې وزارت په افغانستان کې د بشردوستانه کارونو او موخو لپاره د سپټمبر او ډسمبر په میاشت کې د لګول شویو بندیزونو د بښنې په اړه نوې لارښوونې چمتو کړې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ۳۹ میلیوني وګړیو د لرونکي افغانستان له نیمايي ډېر له پوره لوږې او د دغه هېواد اقتصاد، ښوونه او روزنه او ټولنیز خدمات له سقوط سره مخ دي.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د افغانستان د وضعیت په اړه څرګنده کړې، چې د دې هېواد اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او په دې ژمي کې یې وګړي له جدي ننګونو سره مخ دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ نړیوال بانکونه افغانستان ته د پیسو د لیږد په برخه کې ډېر پام ساتي او مرستندویه ادارې هڅه کوي، چې د مرستو د عملیاتو د تمویل لپاره پوره پیسې دغه هېواد ته ولېږدوي.
له دې غوښتنې سره همهاله د امریکا خزانې وزارت څرګنده کړې، چې بانکونه کولی شي د بندیزونو له وېرې پرته د بشري عملیاتو اړوند پیسې ولېږدوي؛ ښوونکیو او روغتیايي کارکوونکیو ته معاشونه ورکړي.
اسلامي امارت له ډېرې مودې راپدیخوا د امریکا په تور نوملړ کې ساتل شوی او د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ بیا پر کابل واک ته ورسېدل؛ امریکا نه یوازې د افغانستان بانک شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالر کنګل کړل، بلکې نړیوالې مرستې یې هم ودرولې.
