تازه خبرونه

نړیوال بانک افغانستان ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته وځنډوله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۳۹۹)

نړیوال بانک په ډاګه کړې، چې افغانستان ته یې د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته ځنډولې ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هنري کرالي ولسمشر اشرف غني ته په یو لیک کې څرګنده کړې، چې د ۱۸۰ میلیون ډالرو مرستو د ځنډېدو لامل له مرکزي بانک څخه د عمومي اقتصاد په اړه د احصائیو او معلوماتو نشتوالی دی.

د نړیوال بانک مشر په دې لیک کې له مرکزي بانک څخه د څو لیکل شویو غوښتنو د بې ځوابه پاتې کیدو په اړه د ولسمشرۍ مداخلې هم غوښتې ده.

په لیک کې راغلي؛ د عامه – خصوصي ګډون قانون په وروستيو تعدیلاتو کې د ۲۰ میلیون دالرو د ځنډولوعلت دا دی، چې د دې تعدیلاتو له مخې؛ د عامه او خصوصي پروژو ګډ مدیریت له مالیې وزارت څخه اخیستل شوی او د ولسمشرۍ دفتر ته سپارل شوی دی.

نړیوال بانک سږکال له افغانستان سره د ټولټال ۶۰۰ میلیون ډالرو ژمنه کړې، چې ۴۰۰ میلیون ډالر یې حکومت ته ورکړشوي دي.

د افغانستان بانک پخواني مرستیال ویلي؛ د نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق ته به دوی هرمیاشت او په هره ربعه کې  راپور ورکاوه، چې بانک اوس دا ظرفیت له لاسه ورکړی.

د افغانستان بانک پخوانی مرستیال قسیم رحیمي وایي: د بانک له رهبرۍ نیولې بیا تر ټولو مسوولینو دا مسوولیت لري، چې باید د افغانستان له مالي شریکانو سره خپل معلومات او ګزارشونه شریک کړي؛ خو په د افغانستان بانک کې اوس دا وړتیا نشته. که دا وضیعت دوام وکړي شوني ده، چې نورې مرستې هم راکمې شي.

د خصوصي سکتور غړي د نړیوال بانک د مرستو پر ځنډولو اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، چې ولسمشرباید د دا سې خپلسرو اشخاصو مخه ونیسي. که نه دا به د هېواد اقتصاد ته نورې ستونزې هم جوړې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو مسوول امین بابک ویلي؛ افغانستان بانک باید د هېواد اقتصادي ستونزې په نظر کې ونیسي. مونږ اوس نورو ډېرو همکاریو ته اړتیا لرو؛ خو د دوی د نه پاملرنې له کبله ستونزې نورې هم پراخې شوي او مونږ يې اندېښمن کړي یو.

نړیوال بانک داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې ولسمشر غني ته نږدې کس او د افغانستان بانک چارسمبالی اجمل احمدي په دې اړه رسنیو ته څرګندونو ډده کړې ده.

Trending

Exit mobile version