تازه خبرونه
نړیوال بانک افغانستان ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه
نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو وړیا مالي مرستې تصویب کړې، چې له کرونا ویروس څخه د رامنځته شوي ناورین د راکمولو لپاره به ولګول شي.
نړیوال بانک نن په اقتصادي او مالي برخو کې د اصلاحاتو له بهیره د ملاتړ د دوام په موخه او د کوویډ-۱۹ ناورین د ګواښونو د مدیریت په برخه کې افغان دولت د ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو وړیا مالي مرسته تصویب کړه.
نړیوال بانک نن د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دغه بانک مدیره پلاوي په اقتصادي او مالي برخو کې د اصلاحاتو له بهیر د دوام په موخه او د کوویډ-۱۹ ناورین د خطرونو او ګواښونو د مدیریت په اړه له افغانستان دولت څخه د ملاتړ لپاره د ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو وړیا مالي مرسته تصویب کړه.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ دغه مرستې په افغانستان کې “د مشوقو پالیسۍ د پراختيا پروګرام” په چوکاټ کې لګول کېږي.
دغه راز زیاته شوې، چې د دغو مالي مرستو ۱۶۰ میلیون امريکايي ډالر د نړيوالې پراختيايي ادارې مرسته ده، چې د نړۍ تر ټولو بېوزله هیوادونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ مالي ملاتړ برابروونکي څانګه ده.
دغه راز ښکاره شوی، چې ۲۴۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیارغونې صندوق مرسته ده، چې د دغه صندوق مدیریت د ۳۴ ملاتړکوونکیو هيوادونو او نړیوالو تمویلوونکیو استازولۍ خپله نړيوال بانک کوي.
آرینا نیوز؛ تبصره
د اټکلونو له مخې، د کرونا رنځ د خوریدا له پیل راهیسې، د ملیونونو ډالرو په ارزښت مالي مرستې د افغانستان حکومت ته اړول شوي.
په پام کې نیولو لپاره اړین ټګې دا دی چې آیا دغه پیسې به پرځاي، یعنی په رڼه توګه، هم هغلته ولګول شي چیرته چې یې د ورکولو موخه ده؛ او که یوځل بیا، دغه پیسې به هم د میلو او چړچو ښکار وګرځي.
