تازه خبرونه

نړیوال بانک د افغانانو خوندیتوب ته ۹۷.۵ میلیون ډالر ومنل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۳۹۹)

نړیوال بانک څرګنده کړې؛ له وچکالۍ، لوږې او کرونا ځپلیو افغانانو سره د کار په بدل کې د نغدي او د دوی د خوراکي خوندیتوب د پياوړتیا په موخه د نړيوالې پراختيا ادارې  ۹۷.۵ میلیون ډالر وړیا مرسته منظوره کړې ده.

د نړیوال بانک اجرائيوي بورډ د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۸) په ډاګه کړې، چې له دې مالي مرستې به د وچکالۍ د بېړنیو خبرتیاوو او ځواب ورکولو د سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا وړيا مالي مرسته به د وچکالۍ د بېړنۍ خبرتیا، بېړني لګښت او بېړني ځواب پروژه تمويل کړي.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا پروژه به د منظمو بشري مرستو هڅې پياوړي او په ۷۸ ولسواليو کې به ۲.۲ میلیون وګړیو ته، چې وچکالۍ او لوږې ځپلي نغدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورسوي.

ټاکل شوې، چې دا پروژه به د مستحقو کورنيو د پیاوړي کولو لپاره دوی ته منظمې مالي مرستې برابرې کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به تر وچکالۍ وړاندې او وروسته د مرستو کچه لوړه بوزي.

نړیوال بانک ویلي؛ دا به افغان حکومت هم د دې جوګه کړي، چې د هوا حالاتو، اوبو او اقلیم په اړه مهم معلوماتي خدمات وړاندې کړي؛ خلک وار له مخه له طبیعي پېښو خبر او په کلیوالي کچه د ناورينونو پر وړاندې چمتووالی پياوړی کړي.

د دې بنسټ په څرګندونو کې راغلي: د نړيوالې پراختيا ادارې دا وړيا مرسته د افغانستان د بيارغونې صندوق له ۱۱۵ میلیون ډالرو، د نړيوال ګواښ د تمويل صندوق له ۸ میلیون ډالرو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د آسيا د نرمښت د څو اړخيز وجهی صندوق له ۲ میلیون ډالرو وړيا مرستې سره يوځای لګول کېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هینري کرالي څرګنده کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقليم بدلون او طبيعي ناورینونو ډېر ځپلی او اوس هم تر ګواښ لاندی دی او د دې ننګونو پر وړاندې د ځواب د يوه کمزوري سیستم شتون يې حالت نور هم زیانمنونکی کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: دا نوې مالي مرسته به افغان دولت ته د دې وړتيا ورکړي، چې د میلیونونو بېځايه او بېوزلۍ ته ورټېله یويو افغانانو ستونزې راکمې کړي. له افغان کلیوالي کورنيو سره د دې پروژې پر مرسته به په ټول هېواد کې د بېوزلۍ کچه راټيټه او اقتصادي وضعيت بېرته ورغول شي.

دې بنسټ دا هم په ډاګه کړې؛ د کوويډ-۱۹ خپرېدو دا حالت نور هم خراب کړی. کلیوالي کورنۍ، چې د غلې له پلوه په للمي او وچکالۍ ځپلو سیمو کې پر کرنې تکيه دي تر نورو ډېرې د خوړو د کموالي او لوږې تر ګواښ لاندې دي.

د نړیوال بان د څرګندونو له مخې: د جګړو، تاوتریخوالي او نازک حالت په اړه د نړیوال بانک ډلې له ستراتېژۍ سره سم، هغه پانګونې، چې په پروژه کې  راغلي؛ په دې لټه کې به وي، چې د نازک حالت د اساسي علتونو پر سپړلو، دا عوامل را کم کړي او همدرانګه د هغو بنسټونو د پیاوړتیاکولو هڅه به وکړي، چې له روان نازک حالت څخه د هېواد د را ایستلو لپاره اړین دي.

د یاد بنسټ په وینا؛ دا پروژه به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت لخوا پلې شي او په مرسته به يې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د بېړنيو فعالیتونو ملي مرکز هم پياوړي شي. د دې ترڅنګ به د طبیعې پېښو د خطرونو د مدیريت لپاره د منابعو يو مرکز هم د وزارت په چوکاټ کې پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version