تازه خبرونه
نړیوال بانک د افغانستان ۵۰۰ میلیون کنګل شوې پیسې نړیوالې ټولنې ته ورکوي
رویټرز خبري آژانس د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چې نړیوال بانک پر داسې پلان کار کوي، چې په امریکا کې به د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو ۵۰۰ میلیون ډالر له نړیوالو بشري ټولنو سره مرسته وکړي، چې خلکو ته بېړنۍ طبي مرستې ورسوي.
رویټرز په دې وروستیو کې د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې دا مرستې یوازې د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو لپاره دي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې، چې په دې اړه د نړیوال بانک د مدیره پلاوي غړي په نارسمي بڼه له امریکايي چارواکو او ملګرو ملتونو سره ناسته ترسره کړي.
دا وړاندیز د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه د یو اعشاریه پېنځه میلیارد ډالرو پر ارزښت د پیسو انعطاف دی.
تر دې دمه، چې د دغو مرستو د رالېدولو پر څرنګوالو څه ویل شوي ندي؛ ځکه داسې وېره هم شته، چې په کې ښکېلې مالي ادارې به د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.
دغو سرچینې رویټرز ته ویلي، چې دا پیسې به په افغانستان کې د بېړنیو روغتیایي پاملرنې د اړتیاوو پر پوره کولو، چې له اووه سلنې لږ وګړي د کروناویرس پر وړاندې واکسین شوي؛ ولګول شي.
دغه راز یوې باخبرې سرچینې ویلي، چې افغانستان ته د دې پیسو له لېږد وروسته به نړیوال بانک د دغو پیسو پر لګولو څارنه ونلري.
سرچينې زياته کړې، چې نړيوال بانک غواړي دغه پيسې له هر ډول څارنې او راپور ورکولو پرته ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو ته ولېږدوي.
سرچینې ویلي؛ په داسې حال کې، چې د امریکا خزانې وزارت د ښه راغلاست لیکونه خپاره کړي او بانکونو ته یې ډاډ ورکړی، چې دوی کولی شي بشري راکړې ورکړې پروسس کړي؛ خو د بندیزونو په اړه اندېښنې به پخپل حال پاتې وي او ان د خواړو او درملو په ګډون د ټولو خامو توکو د تېرېدو مخنیوی کوي.
له بلې خوا باخبرو سرچینو ویلي؛ نړیوال بانک په دې لټه کې دی، چې د اسلامي امارت لپاره یوه لنډه منځنۍ لار پرانیزي.
راپور زیاتوي، چې افغانستان ته د مرستو د رسولو لپاره افغانانو ته د امریکايي ډالرو د احتمالي تبادلې په اړه لومړني کارونه شوي دي؛ خو یوې بلې سرچینې ویلي؛ دغه پلانونه هغو پلانونو ته ورته دي، چې یوازې وړاندیز شوي او تر اوسه عملي شوي ندي.