سوداگري

نړیوال بانک د افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره ۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۰)

نړیوال بانک نن (پنجشنبه د وري ۱۲) په ډاګه کړې، چې د افغان ماشومانو په ځانګړي توګه لومړنیو زدکړو ته د نجونو د لاسرسي لپاره ۲۵ میلیون ډالرسره مرسته کوي.

نړیوال بانک ويلي، چې دغه مرسته به د زدکړې د ښه کېدو، په ځانګړي ډول زدکړو ته د نجونو د لاسرسي، د ښوونکیو لپاره د نصاب د ښه کولو او ۱۰۰ ښوونځیو د جوړولو لپاره ولګول شي.

د نړیوال بانک مشر هینري کرالي په دې اړه ویلي؛ افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې د ښوونې او روزنې د ودې او پراختیا لپاره ستر ګامونه اخیستي دي. په دې هېواد کې درې اعشاریه پېنځه میلیون ماشومان اوس هم له زدکړو بې برخې دي او د افغانستان نیمایي ښوونځي اوس هم پوره روزنیزې بېخبناوې نلري.

د نړیوال بانک اجرائیه مدیره الیس البرایټ ویلي؛ د نجونو ښوونه او روزنه یو له ترټولو ښه پانګوونه ده، چې یو هېواد ترې د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره نه یوازې برخمن کیږي، بلکې ورسره د مور او ماشوم د مړینې مخه هم نیسي او د ماشوم تغذیه ورسره ښه کیږي.

د نړیوال بانک په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ښوونې او روزنې لپاره نړیواله همکاري د نړۍ د هېوادونو ګډه ژمنه ده.

Trending

Exit mobile version