سوداگري

نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې

د ماليې وزارت د راپور په اړه نړیوال بانک څرګنده کړې؛ دا تادیات د پخواني افغان حکومت له پاتې پورونو سره تړاو لري او هغو قراردادیانو ته تادیه کیږي، چې د نړیوال بانک لخوا په تمویل شويو پروژو کې استخدام شوي وه.

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۱, ۱۴۰۴

نړیوال بانک د دوشنبې پر ورځ (د غویی نهه‌ویشتمه) اعلان وکړ، چې قراردادیانو ته د تادیاتو ورکړه د هغو کارونو پورې اړه لري، چې د پخواني افغان حکومت له سقوط څخه مخکې ترسره شوي او د تادیاتو دا کچه هغه پاتې پورونه دي، چې باید دوی ته ورکړ شوي وای.

د ماليې وزارت د راپور په اړه نړیوال بانک څرګنده کړې؛ دا تادیات د پخواني افغان حکومت له پاتې پورونو سره تړاو لري او هغو قراردادیانو ته تادیه کیږي، چې د نړیوال بانک لخوا په تمویل شويو پروژو کې استخدام شوي وه.

نړیوال بانک زیاته کړې، چې دغو قراردادیانو خپل کار د ۲۰۲۱ کال د اګست له پېنځلسمې مخکې بشپړ کړی دی.

نړیوال بانک ټینګار کړی، چې دا قراردادونه د پخواني افغان حکومت او قراردادیانو ترمنځ لاسلیک شوي، او له همدې کبله د تادیاتو مسوولیت د حکومت پر غاړه دی نه د نړیوال بانک.

نړیوال بانک ویلي، چې دوی به د احتیاطي بیاکتنو او خپلواکه تائید وروسته په استثنایي ډول د پیسو د تادیې د بهیر په آسانه کولو کې مرسته وکړي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، نړیوال بانک د قراردادونو اړخ نه و.

دې بنسټ دا هم ویلي، چې د دې بهیر او تخنیکي همغږۍ په اړه وروستۍ څرګندونې د تادیې په بهیر کې پرمختګ ښیي؛ خو د پخوانیو پروژو د بیا پیلولو په اړه هیڅ بحث یا هوکړه نده شوې.

د نړیوال بانک غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې د مالیې وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دې بنسټ د افغانستان لوجستیکي او ساختماني شرکتونو ته د ۵۰ میلیون ډالرو پور ورکولو بهیر پیل کړې دی.

Trending

Exit mobile version