تازه خبرونه

نړیوال بانک د کرونا ناروغۍ د اقتصادي اغېز د مخنیوي لپاره د ۳۸۰ میلیون دالرو مرسته منلې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۳۹۹)

د نړیوال بانک مدیره پلاوي په افغانستان کې پر بېوزلو کورنیو د کرونا ناروغۍ د اقتصادي اغېز د مخنیوي لپا ره د ۳۸۰ میلیون دالرو مالي کڅوړه تصویب کړې ده.

دغه بنسټ ویلي؛ ټاکل شوې، چې دا مرستې به په افغانستان کې پر بېوزلو کورنيو د کوويد-۱۹ وبا اقتصادي اغېزې کمې کړي، د مهمو خوراکي توکو د رسولو چارې به ګړندۍ کړي او کروندګرو ته به بېړنۍ مرستې ورسوي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي، چې په دې مالي ټولګه کې پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويد- ۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژې د تمويل لپاره ۲۸۰ میلیون امريکايي دالر وړيا مرسته ځانګړې شوې، چې د دې مالي مرستې ۱۵۵ میلیون دالر د نړیوالې پراختيا ادارې، چې د نړۍ د خورا بېوزله هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مالي مرستو صندوق دی او پاتې ۱۲۵ میلیون دالر د افغانستان د بیارغونې صندوق دی، چې نړيوال بانک يې د ۳۴ بسپنه ورکوونکيو پر استازولۍ د چارو مديريت کوي، لخوا برابرېږي.

دا پروژه به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲.۹ میلیون افغان کورنيو ته مرستې ورسوي. پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويد-۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د يوې ورته پروژې هڅې پياوړې کړي.

تمه ده، چې دواړه پروژې به په ګډه د هېواد ۹۰ سلنه اړې او بېوزلې کورنۍ د ”ملي دسترخوان“ پروګرام په چوکاټ کې تر پوښښ لاندې ونيسي او شاوخوا ۴.۱ میلیون هغه کورنۍ، چې ورځنی عايد يې دوه دالر او يا ترې کښته دی ګټمنې کړي.

د کرنې او خوراکي توکو رسولو بېړنۍ پروژې د تمويل لپاره ۱۰۰ میلیون دالر وړیا مرسته ځانګړې شوې، چې د دې مالي مرستې ۵۵ ميليون دالر د نړيوالې پراختيا ادارې او پاتې ۴۵ ميليون دالر د افغانستان د بيارغونې صندوق لخوا برابرېږي.

د دې پروژې موخه د خوراکي توکو د سیمه ییز توليد زياتول او د مهمو سوداګريزو خوراکي توکو لکه د غنمو، چې د ۷۰ سلنه افغانانانو اساسي خواړه جوړوي، د رسولو کچه لوړول دي، چې په مرسته به يې د خوړو خوندیتوب پياوړی شي.

همدا راز به دا پروژه په کلیوالو سیمو کې د بېخبناوو؛ لکه د اوبولګولو سیستمونو د جوړولو له لارې خلکو ته د لنډمهالو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. په کلیوالو سیمو کې د کووید- ۱۹ ناروغۍ د مخنيوي هڅو کرنه ټکنۍ کړې، چې له کبله يې کروندګرو پخپل وخت خپلې ځمکې ونشو کرلې.

دا په داسې حال کې ده، چې په ښاري سيمو کې د خوړو نرخونه د خوراکي موادو په رسونه کې د بېړني کمښت له کبله په لوړېدو دي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هنري کرالي ويلي؛ د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له کبله د میلیونونو افغان کورنيو ژوند ډېر خراب شوی دی.

هغه زياته کړې؛ دغه مالي مرستې به افغان دولت د دې جوګه کړي، چې د ډېرو افغان کورنيو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دا باوري کړي، چې افغان کروندګر د خوراکي توکو توليدولو ته په داسې حال کې ادامه ورکړي، چې واردات او صادرات له جدي ګواښ سره مخ دي. له دې سره به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او د کليوالي سيمو خلکو ته به کاري زمينې برابرې شي.

پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويد- ۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت، د سیمییزو ارګانونو خپلواکې اداره او کابل ښاروالي په ګډه پلې کوي.

د دې پروژې له لارې به کليوالي پراختيايي شوراګانو ته وړيا مالي مرستې برابرېږي، چې پخپلو سيمو کې پرې اړو کورنيو ته خواړه او د روغتيا ساتنې کڅوړې وپېرې.

دا شوراګانې به له محلي عمده او پرچون پلورونکیو د خوراکي توکو او روغتیايي کڅوړې په پېرلو کوچني ځايي کاروبارونه پياوړې کړي. دغه نوې مالي مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي، چې د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د کليوالي پراختیايي شوراګانو له لارې ټولنیز خدمتونه وغزوي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به پر کورنيو د دې وبا بېړنۍ اغېزې راکمې کړي.

د کرنې او خوراکي توکو رسولو  پروژه به، چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت لخوا پلې کېږي، د غنمو تخم د بېړني وېش لړۍ پیل کړي او کوچنيو او منځنيو کاروبارونو ته به تخنيکي مرستې برابرې کړي، چې د خوراکي توکو رسولو پر وړاندې خنډونه اوار کړي.

دا پروژه به په کلیوالو سیمو کې خلکو ته د کار لنډمهاله فرصتونه هم برابر کړي، چې دا به د کوويد-۱۹ خيريه هڅې پياوړې کړي.

د ولسي تړون د ملي پروګرام موخه د پياوړو شويو کليوالي/ ښاري پراختيايي شوراګانو له لارې د کليوالي او ښاري سيمو د بنسټيزو بېخبناوو جوړول او خلکو ته د ټولنيزو خدمتونو رسول دي.

د ولسي تړون پروګرام يوه بين الوزارتي هڅه ده، چې کليوالي/ ښاري پراختيايي شوراګانو ته د لومړنيو خدمتونو د ملاتړ لپاره وړيا مالي مرستې برابروي. په کليوالي سيمو کې د دې پروګرام د پلي کولو مسووليت د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت پر غاړه دی او په څلور لويو ښارونو: جلال آباد، کندهار، مزارشریف او هرات کې دا پروګرام د سیمییزو ارګانونو خپلواکه اداره پر مخ بيايي.

د کوويد-۱۹ پر وړاندې د نړيوال بانک ځواب: نړیوال بانک د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي ملاتړ او معلوماتو يوه ستره سرچینه ده، چې پراخ او ګړندي ګامونه اخلي او د دې وبا پر وړاندې د مخ پر ودې هېوادونو غبرګون پياوړی کوي.

نړیوال بانک د عامې روغتيا له هڅو ملاتړ کوي، د مهمو وسايلو او تجهیزاتو رسونه باوري کوي او له خصوصي سکتور سره مرسته کوي، چې خپل فعاليتونه جاري وساتي او دندې خوندي کړي.

نړيوال بانک په پام کې لري، چې د ۱۵ میاشتو په بهير کې د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو هېوادونو ته ۱۶۰ میلیارده دالر مالي مرسته ورسوي، چې خپل بېوزله او زیانمنونکي خلک وژغوري، کاروبارونه پياوړي کړي او خپل اقتصادونه بېرته وغوړوي.

په دې مرستو کې د نړيوالې پراختيا ادارې۵۰ ميليارد دالر نوې مرستې، چې د وړيا مالي مرستو او ارزانه پورونو په بڼه ورکول کېږي، شاملې دي.

Trending

Exit mobile version