بی بی سی پښتو
نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه
نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.
نړیوال بانک وايي، له افغانستان سره دا هڅوونکې مرسته د سوداګریزو مقرراتو د پیاوړي کولو او خصوصي پانګونې د هڅونې او د ټولنیز ګډون د پراخولو او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي چارو او عامه مالي مدیریت پیاوړتیا او مالي پایښت د خوندیتوب لپاره شوې ده.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هنري کیرالي وایي: “د بورډ نننۍ پرېکړه یوه پخه نښه ده چې نړیوال بانک پر اوسني کورونا وېروس سربېره له افغانستان او له خلکو سره یې خپلې مرستې زیاتوي”.
* له افغانستان سره د نړیوال بانک بېړنۍ مرسته
* د افغانستان پڅې اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک اندېښنه
* نړیوال بانک: د افغان حکومت اقتصادي پالیسۍ مناسبې دي
د هغه په خبره، دا مرسته به له افغانستان سره په سخت حالت کې د سمون یا اصلاحاتو جاري ساتلو او د کورونا وېروس له اغېز د کم شوي عاید په اداره کولو کې د مهم مالي ملاتړ برابرولو کې همکاري وکړي.
نړیوال بانک وایي، افغانستان پر ۲۰۲۰ کال له سختو ننګونو سره مخ دی، نړیوالې وبا پرې سملاسي بد اغېز کړی:
“له نورو هېوادونو سره د پولو بندېدو له امله د حکومت ګومرک اغېزمن شوی او د کورنا وېروس د نه خپرېدو لپاره د حکومت قیوداتو پر اقتصادي چارو سخت بد اغېز کړی. بې وزلي لا زیاته او پراخه شوې، ناڅرګند سیاسي او امنیتي حالت هم روان دی”.
د نړیوال بانک د وېبپاڼې له مخې دې هڅوونکې مرسته کې ۱۶۰ میلیون ډالر د دغه بانک د نړیوالې پراختیا پنډ نه اخیستل شوی، چې د ډېرو خوارو هېوادونو لپاره دی او ۲۴۰ میلیون ډالر هم د افغانستان د بیارغونې پنډ نه اخیستل شوي چې نړیوال بانک یې د ۳۴ مرستندویانو په مټ اداره کوي.
نړیوال بانک د اپرېل په دریمه هم له افغانستان سره د کورونا وېروس د مبارزې لپاره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره وکاروي.
د روانې میاشتې پر څلورمه اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د مرستیال وزیر وحید مجروح په وینا دا د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.: