تازه خبرونه

نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو پروژو پلي کول وځنډول

Published

on

نړیوال بانک په افغانستان کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په غبرګون کې، چې له شپږم ټولګي څخه پورته یې د نجونو پر زدکړو بندیز اعلان کړ؛ د ۶۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت څلور پروژې وځنډولې.

دغه پروژې د کرنې، پوهنې، روغتیا او معیشت په برخو کې وې او ټاکل شوې وه، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا پلې شي.

یادې پروژې هم د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق له خوا تمویلیږي؛ خو نړیوال بانک ټینګار کړی ، چې د دې صندوق د فعالیتونو موخه باید افغان ښځو او نجونو ته عامه خدمتونو ته د لاسرسي او له نرینه وو سره د برابرۍ په برخه کې زمینه برابره کړي.

نړیوال بانک ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د حکومت وروستۍ پرېکړې ته په نغوته کې زیاته کړې، چې دغه څلور پروژې به یوازې هغه مهال پلې شي، چې بانک او نړیوالو شریکانو ته یې د پروژې اهدافو ته د رسیدو ډاډ ورکړ شي.

امریکا له دې مخکې په دوحه کې د اسلامي امارت له استازیو سره د ورته دلایلو له مخې ټاکل شوې غونډه هم لغوه کړې ده.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت تېره اوونۍ د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو پر ورځ په ډاګه کړه، چې د نجونو لیسې به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

دغه وزارت د خپلې پرېکړې لامل د ښوونځيو د مناسبو يونيفورمونو نشتوالى وباله او څرګندوي: که د ښوونځيو يونيفورم د افغانستان له قانون، دود او فرهنګ سره سم ډيزاين شي؛ نو د مشرتابه له حکم سره سم به د نجونو ښوونځي بېرته پيل شي.

Trending

Exit mobile version