تازه خبرونه

نړیوال بانک په افغانستان کې پر ډېریدونکې بېوسۍ اندېښمن شوی

Published

on

Reuters
(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۳۹۹)

نړیوال بانک ویلي، چې د مالي همکاریو دوام ته د نړیوالو همکارانو روښانه ژمنتیا به په افغانستان کې د پانګوالو د باور په ښه کولو کې مرسته وکړي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې افغانستان ته د مالي مرستو دوام کولی شي له کرونا ویروس څخه د رامنځته شوي بحران اغېزې کمې کړي.

نړیوال بانک په هغه راپور کې، چې په کال کې دوه ځله خپریږي ويلي، چې په سویلي آسیا کې د دې ناروغۍ له کبله نارسمي کارګرو ته سخت زیان اوښتی او په میلیونونه خلک یې په خورا بېوزلۍ کې پریښي دي.

د راپور له مخې، که څه هم افغانستان په ۲۰۱۹ کې معتدل وده تجربه کړې؛ ځکه، چې د کرهنې سکتور د وچکالۍ له اغېزو څخه راوتلی؛ خو ویل کیږي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمایي کې د هېوادنیو سرحدونو د تړل کیدو له کبله اقتصادي وده راکمه شوې ده.

په راپور کې راغلي؛ منځني سوداګریزې هڅې له ناڅرګندتیا سره مخ دي، چې پر کرونا سربېره، د سولې خبرې او راتلونکی نړیوال ملاتړ او نړیوال امنیت هم ترې اغېزمن کیدی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اقتصاد ته زیان اوښتی دی او اټکل کیږي، چې په ۲۰۲۰ کې فقر نور هم ډېر شي.

نړیوال بانک زیاته کړې، چې که څه هم انفلاسیون په ۲۰۱۹ کې لږ و (په منځنی توګه ۳.۴ سلنه) خو په ۲۰۲۰ کال کې یې د پام وړ وده کړې ده.

یو دلیل یې دا و، چې په مارچ او اپریل میاشتو کې قرنطین واردات ګډوډ کړل، چې ورسره د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شول او حکومت د خوراکي توکو د بیو د حارنط لپاره ګامونه پورته کړل.

حکومت هم سمدلاسه زیان منونکیو کورنیو ته د غنمو وېش پیل کړ، چې په راتلونکې میاشت کې یې د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه را ټیته کړه.

د نړیوال بانک تحلیل ښیي، چې کمیدونکي عاید او د لوړو نرخونو ترکیب کولی شي په منځنۍ موده کې د غربت کچه ​​۷۲ سلنه ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version