تازه خبرونه

نړیوال بنسټونه دې نیمګړې پاتې پروژې بشپړې کړي – برښنا شرکت

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۱

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو له هغو نړیوالو بنسټونو، چې یو شمېر اړوند پروژې یې تمویلولې غوښتنه کړې، چې د خپلو نیمګړیو پروژو د کارونو د پیلولو لپاره دې بېرته راستانه شي.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ یوشمېر هغه مهمې او لويې پروژې، چې د نړیوالو مالي بنسټونو لخوا تمویل کیدې تراوسه یې کارونه په ټپه ولاړ دي.

دوی له نړیوالو تمویلوونکیوغوښتنه کوي، چې د دې پروژو د کارعملي چارې بېرته پیل کړي، چې د تخریب مخنیوی یې وشي.

د افغانستان برښنا شرکت تر اوسه د کومې پروژې نوم ندی اخستي.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: مونږ د نړۍ له تمویلوونکیو سره خبرې پیل کړي، چې بېرته راشي او خپلې پروژې تکمیل کړي؛ له دې سره به يې د تخریب مخنیوی هم وشي هیله لرو، چې نړیوال مالي بنسټونه بېرته دا کارونه پیل کړي.

د خصوصي سکتورغړيو هم  ويلي،  چې د هېواد ټولو برخو ته د برښنا رسول کولی شي په افغانستان کې مثبت اقتصادي خوځښتونه رامنځته کړي.

هغه هیله څرګندوي؛ هغه پروژې، چې کارونه يې تر یوه بریده ترسره شوې د تکمیل کیدو په طرف حرکت وکړي.

د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: زمونږ په اقتصاد کې د انرژۍ  پراختیا د هېواد ټولو برخو ته زیاته مهمه ده او هغه پروژې، چې په تېر کې ډیزاین شوي او کارونه يي مخکې تللی؛ حکومت يي باید د پلي کولو او فعال ساتلو ته تدابیر ونیسي، چې له ویجاړېدو يي مخنیوی وشي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم د انرژۍ د نیمه کاره پروژو بشپړول د افغانستان اقتصاد لپاره اړین بولي. د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دې نیمه کاره پروژوعملي کول مهم دي.

اقتصادي شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: زمونږ هېواد انرژۍ ته پوره اړتیا لري او د انرژۍ هغه پروژې، چې کارونه يي نیمګړي پاتې دي؛ باید د بشپړولو لپاره جدي کار وشي، چې دهېواد اقتصادي بحران تر یوه بریده مدیریت شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د هېواد په اقتصادي سکتور کې د نړیوالو تمویلوونکیو لخوا په سلګونه لويې او کوچنۍ اقتصادي پروژې بندې شوي او اوس يې هم برخلیک معلوم ندی، چې باید له اسلامي امارته د دې پروژو د عملي کیدو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version