تازه خبرونه

نړیوال وجهي صندوق د راستنیدونکیو د روغتیايي خدماتو لپاره ۴ اعشاریه ۷ میلیون ډالر ځانګړي کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۲)

نړیوال وجهي صندوق ویلي؛ په افغانستان کې یې د اچ آی وي، نري رنځ او ملاریا د پوهاوي، تشخیص او درملنې لپاره څلور میلیون او اووه سوه زره ډالر بېړنۍ مرسته منظوره کړې ده.

د دې بنسټ د پرونۍ( پنجشنبه د کب درېیمه) خبرپاڼې له مخې؛ دا مالي مرسته به له پاکستان څخه راستانه شویو یو میلیون او درې سوه زره افغانانو ته د خدماتو پر برابرولو ولګول شي.

د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا څلور اعشاریه اووه میلیون ډالره بېړنۍ مرسته به پر ۶۶ میلیون ډالرو مالي مرستې اضافه وي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېې څخه د دریو کلونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

دا مالي مرسته به د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ولګول شي.

د نړیوال وجهي صندوق د اسیا، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او د کارابین څانګې مشرې انلیس هیرشمن ویلي، چې د نفوسو چټک زیاتوالی په ځانګړي توګه په کلیوالو او سختو سیمو کې، چې له پاکستان سره پوله لري، د وبا د خطر ښکارندویي کوي او د ایډز، نري رنځ او ملاریا لپاره د اړینو خدماتو له پیاوړي کولو پرته ورسره مبارزه نه‌شي کېدی.

د نړیوال وجهي صندوق په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې پر مرسته به په هغو سیمو کې، چې د ملاریا د خپرېدو کچه زیاته ده؛ خلکو ته به د تشخیص خدمات او حشره وژونکي جالۍ برابرې شي.

دغه راز د یادې خبرپاڼې له مخې، د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې لپاره به د افغانستان او پاکستان په اړوند سرحدي سیمو کې بشپړ روغتیايي مرکزونه او کتنځي جوړ شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې افغانستان ته د نويو راتېرېدونکیو کسانو لپاره به د ايډز د معاينې، مشورې ورکولو او درملنې خدمتونه برابر شي.

Trending

Exit mobile version