تازه خبرونه
نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په مناسب وخت کې وځي- ناتو
د ناتو سرمنشي د اسپین په انستیتوت کې د خبرو پر مهال وویل، چې بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې په هڅه کې دي او په مناسب وخت کې به له دې هېواده ووځي.
ینس ستولتنبرګ ټینګار کړی، چې ناتو په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ کوي او بهرني ځواکونه به له اړتیا ډېر په افغانستان کې پاتې نه شي.
ښاغلی ینس ستولتنبرګ وایي: مونږ به په افغانستان کې له اړتیا دېر پاتې نه شو. مونږ د افغان ځواکونو د روزنې په هڅه کې یو، چې هغوی وکړای شي په خپل هېواد کې ثبات ټینګ او مونږ هم خپل حضور راکم کړو.
د ناتو سرمنشي دا هم ویلي، چې د ناتو استازي په افغانستان کې په یو ډول د سولې په خبرو کې ښکېل دي او د ناټو ټول متحدین به په ګډه د افغانستان په هکله پرېکړه وکړي.
هغه په ډاګه کړې، چې: مونږ څوځله له زلمي خلیلزاد سره مشورې وکړې او مونږ په کابل کې هم د ناتو استازي لرو، چې له نږدې څخه په یو ډول د سولې له خبرو سره اړیکې لري. دا، چې افغانستان ته په ګډه ولاړو او غواړو د راتلوونکې په اړه هم ګډه پرېکړه وکړو.
له زلمي خلیلزاد سره د سولې په خبرو کې د طالب استازیو یوه اصلي غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل دي؛ خو د امریکا حکومت ویلي؛ تر هغې، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ډاډ ترلاسه نکړي، خپل ځواکونه له دې هېواده نه وباسي.