تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید درغلیو ته د مشروعیت ورکولو هڅه ونکړي- نبیل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل د ټاکنو خپلواک کمیسیون درې غړي تورنوي، چې ناپاکو رایو ته اعتبار ورکوي.

رحمت الله نبیل ویلي ټاکنو خپلواک کمیسیون نه، بلکې د کمیسیون څو محدود غړي غواړي د رایو بیا شمېرنه وشي او په دې توګه نا پاکو رایو ته اعتبار ورکړي.

د ولسمشرۍ دې نوماند د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۰) یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه، چې دا درې واړه پر بېلا بېلو اجنداو غواړي د بیا شمېرنې لړۍ پیل او په وینا یې د کمیسیون دوه نور غړي یې هم  له  فشارونو وروسته د بیا شمېرنې بهیر د پرېکړه لیک منلو ته اړ کړي دي.

د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې مشر رحمت الله نبیل، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولني ته خبرداری ورکړ، چې په ټاکنو کې د درغلیو لپاره دې د مشروعیت ورکولو هڅه نکوي.

له دولت جوړونکي ډلې پرته ټولو ډلو د بیا شمېرنې بهیر پیلیدو ته غبرګون څرګند کړی دی.

په ټاکنو کې له کړکیچ وروسته نړیوالې ټولنې په ځانکړي توګه د ملګرو متلونو سازمان سیاسي استازولۍ او متحده ایالاتونو د دې بهیر په وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.

نبیل نور هم وړاندې ځي او پر دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې تور پورې کوي، چې دولت جوړونکې ډلې له طالبانو سره پر ټاکنو معامله کړې، ناپاکو رایو ته د اعتبار هڅه کوي او د درغلیو اصلي سرچینه ده.

د دولت جوړونکي ډلې ویاند رضوان مراد یې په ځواب کې ویلي، چې خپله همدا ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه مني او وړاندیزونه ورته کوي.   

له دولت جوړنکي ډلې پرته نورې ډلې باوري دي، چې کمیسیون د قانون خلاف د رایو بیا شمېرلو ته لارې جوړوي او نابایومتریک شویو رایو ته اعتبار ورکوي. دوی وایي، دا کار به افغانستان کړکیچ ته بوځي

Trending

Exit mobile version