تازه خبرونه

نړیوال بانک سږکال د افغانستان اقتصادي وده ۳ اعشاره ۳ اټکل کړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۳۹۸)

نړیوال بانک وړاندوینه کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې له څرګندیدو او د وچکالۍ د کچې له راټیټیدو سره سم به په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۳ اعشاریه ۳ سلنه لوړوالی ومومي.

 نړیوال بانک د سلواغې پر ۲/ د جنوري ۲۲ له ابهاماتو څخه د ډکې لارې څرګندونې تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې کرنې ښه وده کړې؛ خو د هېواد په سیاسي وضعیت کې ناڅرګندتیا پر خصوصي سکتور بې باوري رامنځته کړې ده. سره له دې هم په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۲ اعشاریه ۹ سلنه اټکل شوې ده.

د نړیوال بانک راپور ښیي، چې د اقتصادي ودې دغه کچه د اقلیم د ښه والي او د کرنې په سکتور کې د وچکالۍ د اغېزو له راټیټیدو تر لاسه شوې ده.

د افغانستان د نړیوال بانک مشر هنري کرالي ویلي؛ افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې ښه وده درلوده  او دا یو ښه خبر دی، خو د هېواد په سیاسي وضعیت کې ناڅرګندتیا پر خصوصي سکتور بې باوري رامنځته کړې ده. افغانستان باید د اصلاحاتو بهیر ګړندۍ کړي، چې د خلکو د ژوند شرایط ښه او د بېوسۍ کچه راټیټه شي.

نړیوال بانک وړاندوینه کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې له څرګندیدو او د وچکالۍ د کچې له راټیټیدو سره سم به په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۳ اعشاریه ۳ سلنه لوړوالی ومومي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر څرګنده کړې؛ نړیواله ټولنه باید په لنډمهال کې له افغانستان سره مرستې ته راودنګي، چې له وروستيو پرمختګونو نه یوازې ساتنه وشي، بلکې د ځانبسیاینې لپاره  ترې اوږد مهاله ملاتړ هم تر سره شي.

د نړیوال بانک مشر کرالي دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان حکومت باید خپلو نړیوالو ملګرو ته ډاډ ورکړي، چې د حکومتدارۍ په برخه کې پرمختګ روان دی او له مرستندویو سرچینې څخه اغېزمنه ګټه پورته کیږي.

په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان باید په لنډ مهال کې سوداګرۍ ته وده ورکړي او له اداري فساد سره مبارزه وکړي، چې په لنډمهال کې یې ځانبسیاینې ډاډمنه شي.

د یادونې ده، چې نړیوال بانک نه یوازې په لنډمهال کې د باور لوړولو لپاره پر پرمختیايي تازه سوداګریزو معلوماتو ټینګار کوي، بلکې له فساد سره د مبارزې لپاره د دولتي اصلاحاتو ګړندي کول هم د پام وړ بولي.

Trending

Exit mobile version