تازه خبرونه

نړیوال بانک له کووید-۱۹ سره د مبارزې لپاره افغان حکومت ته اړوند بودجه وسپارله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱, ۱۳۹۹)

نړیوال بانک د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړه؛ ۲۰ میلیون ډالر یې د ۲۰۲۰ کال د اپریل پر ۱۳ د افغانستان حکومت ته لیږدولي، چې د دې هېواد په ۳۴ ولایاتو کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې اړوند خدمتونه چمتو شي.

د نړیوال بانک د خبرتیا له مخې: دا د سل اعشاریه څلور میلیون ډالرو مرستې لومړۍ برخه ده، چې د نړیوال بانک لخوا د ۲۰۲۰ کال د اپریل پر ۲ مه د افغانستان د کووید-۱۹ بېړني غبرګون او روغتیایي چمتووالي پروژې ته تصویب شوې وه.

همداراز یې په ډاګه کړې، چې سربېره پردې د کرونا ناروغۍ په اړه د حکومت لپاره د چړندیو سرچینو د موندلو لپاره؛ نړیوال بانک ۴۰ میلیون امریکايي ډالر د بېرته راستنیدونکي تمویل په توګه چمتو کړي، چې د کرونا اړوند روغتیایی خدمتونو د لګښت لپاره حکومت ته بېرته ورکړشي.

دغه راز زیاته شوې، چې که حکومت نړیوال بانک ته د غوره خدمتونو او اړوند لګښتونو نوملړ چمتو کړي؛ نو ګرزول شوې پیسې هم بېرته ورکول کیدی شي.

دغه بانک ټینګار کړی، چې د افغانستان د کووید-۱۹ د بېړني غبرګون او روغتیایي چارو د چمتووالي پروژه د مالیې وزارت او عامې روغتیا وزارت په ګډون له افغان حکومت سره له نږدې برابره شوې ده.

همدارنګه څرګندوي، چې نړیوال بانک به له یونیسیف، نړیوال روغتیایي سازمان او نورو پراختیایی بنسټونو سره په ګډه به د حکومت د کروناویروس پروړاندې په مبارزه کې د بریالیتوب لپاره د تخنیکي مرستو او تجهیزاتو رسول روان وساتي.

نړیوال بانک ژمن دی، چې د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوند دولتي ادارو لخوا د پروژې ګړندي کول به په هېواد کې د کووید-۱۹  د خپریدو په کمولو کې ارزښتمن وبریښي.

د دغو څرګندونو په پای کې نړیوال بانک خپله ژمنتیا په ګوته کوي او ډاد ورکوي؛ له عامې روغتیا او مالیې وزارتونو سره به په ګډه کار کوي، چې له دې ناروغۍ څخه د افغانستان خلک وژغوري.

Trending

Exit mobile version