تازه خبرونه
نړیوالو سرتېرو په کندهار کي دوه پولیس وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندهار کي د نړیوالو ځواکونو په برید کی د عامه نظم دوه پولیس وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې یوه امنیتي سرچینه، چی نه غواړي نوم یی واخیستل شي وايي؛ نړیوال سرتېري د دې ولایت د عامه نظم دوه یمې لوا ته ورغلل، خو له پولیسو سره له لفظي شخړې وروسته بهرنیو ځواکونو پرې ډزې کړې، چې له کبله یې د عامه نظم دوه سرتېري وژل شوي دي.
رسمي سرچینو تراوسه دا خبر نه دی تائید کړی.