تازه خبرونه
نړیوال د حکومت او ژغورنې شورا تر منځ د اختلافونو حل غواړي
ملګري ملتونه، ناتو او په کابل کې د امریکا سفارت هڅه کوي، چې د حکومت او د افغانستان د ژغورنې شورا د ائتلاف تر منځ اختلافونه حل کړي.
د افغانستان د ژغورنې شورا ائتلاف د حکومت له اډانې ارګ د واک پر انحصار تورنوي.
اوس ملګرو ملتونو، ناتو، د امریکا سفارت او څو نورو سفارتونو لستوڼي بډ وهلي، چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وایي، د امریکا سفارت د دغه راز کړکیچن حالت په دوام کې د نظام په اړه اندېښمن دی.
هغه وايي، دوی له نظامه پر ملاتړ ټینګار کوي، چې روان ګواښونه د نظام جوړښت ته زیان ونه رسوي.
د دې نوي ائتلاف یو مشر وایي، چې جنرال دوستم د احمد ایشچي په قضیه کې د ښکیلتیا له کبله په ترکیه کې دی.
بشیر احمد ته ینج څرګنده کړې، چې د جنرال دوستم د راستنیدو په لاره کې کوم خڼد نشته او په بشپړ ډاډ ویلی شو، چې ژر به افغانستان ته بېرته راشي.
مخکې له دې د جنرال دوستم الوتکې ته په بلخ کې د ناستې اجازه نه وه ورکړشوې؛ خو قانون په دې هکله څه وایي؟
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې رییس عبدالغیور غیور وایي، د ولسمشر محاکمه کولو ته، چې کومه محکمه جوړیږي؛ ورته محکمه به یې مرستیال ته هم جوړیږي. دوستم اوس نه څوک ممنوع الخروج کولی شي او نه هم ممنوع الدخول.
د افغانستان د ژغورنې شورا په ائتلاف کې د ولسمشر لومړی مرستیال د اجرائیه رییس دوه یم مرستیال ،د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د بلخ والي عطا محمد نور غړیتوب لري، چې د دوی په وینا موخه یې په ارګ کې د واک د انحصار ماتول دي.
خبریال: باعث حیات