تازه خبرونه

نړیوال سرتېري بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي او جګړه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د جګړې شدت نړیوال سرتېري اړ کړي، چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راستانه شي او جګړه وکړي.

 د امریکا کانګرس وايي، چې د سږکال په لومړنیو شپږ میاشتو کې امریکايي ځواکونو په دوه سوه یو شپیته جګړه ییزو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره ونډه اخیستې ده.

د وخت په تېریدو د افغانستان جګړه نوره هم پېچلې او سختیږي؛ نو له همدې کبله نړیوال او په ځانګړې توګه امریکايي سرتېري اړ شوي، چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستانه شي او عملا په جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا د کانګرس په شپږ میاشتنې رپوټ کې راغلي؛  د جون له لومړۍ د نوامبر تر څلیر یشتمې پورې ځانګړيو امریکايي سرتېرو له افغان سرتېرو سره په دوه زره یو سلو پېنځه اویا عملیاتو کې ګډون کړی، چې د سلا مشورې رول یې لوبولی دی؛ خو په دوه سوه یو شپېته عملیاتو کې امریکايي سرتېري د افغان سرتېرو تر څنګ جګړه کړې ده. دغه راز څلور سوه شل ځمکني او دوه سوه څوارلس هوايي بریدونه پر داعش شوي دي. شپاړس سوه څلور څلوېښت ځکمني او یو سل او یو اتیا هوايي بریدونه بیا د وسلوالو طالبانو پر مرکزونه شوي دي.

کانګرس ویلي، چې امریکايي سرتېرو له افغان سرتېرو سره په ګډه د حقاني شبکې پر خلاف اته شپېته ځمکني او اته ویشت هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا کانګرس منلې، چې د ټولو عملیاتو یوازې اووه لس په سلو کې امریکايي سرتېرو په مستقل ډول کړي دي.

ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری بیا وايي، چې بهرني سرتېري هوايي بریدونه کوي او افغان سرتېرو ته د جګړې په ډګر کې سلا مشورې ورکوي.

نړیوالو ځواکونه، چې په دوه زره څوارلسم کال کې یې ډېر شمېر له افغانستان څخه ووتل، پاتې سرتېرو ظاهراً د افغان سرتېرو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې دنده درلوده؛ خو اوس کارپوهان وايي، چې د جګړې پېچلي کیدو نړیوال سرتېري یو ځل بیا اړ کړي، چې عملاً په جګړه کې ښکېل شي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version