تازه خبرونه

نړۍ افغانستان هېر کړی او له پامه غورزول شوی

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۱, ۱۴۰۱)

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزف بوریل څرګنده کړې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له پامه غورزول شوی او داسې هېر شوی لکه، چې هیڅ په نړۍ کې نه وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر، چې ظاهراً يې د خپلې وينا ډېره برخه د اوکراين پر جګړه راڅرخولې د خپلې وينا په څنډه کې یې د افغانستان يادونه هم وکړه.

هغه څرګنده کړه، چې افغانستان اوس يو هېر شوی هېواد دی.

که څه هم جوزف بوریل هغه لاملونه نه یادوي، چې له کبله یې افغانستان له نړۍ هېر شوی؛ خو وايي، چې افغانستان له پامه غورځول شوی او داسې دی لکه د افغانستان پر نوم، چې هیڅ هېواد نه وي.

د جوزف بوریل د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې د نویو بحرانونو له پیل سره داسې انګیرل کیده، چې پخواني بحرانونه د حل په حال کې دي، خو حقیقت داسې نه دی او پخواني کړکیچونه د ژوروېدو په حال کې دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزف بوریل وایي: تېر کال د افغانستان په اړه هر چا خبرې کولې؛ په اګست او سپتمبر کې افغانستان د نړۍ تر ټولو لویه مسله او د رسنیو په سرلیکونو کې وه. اوس داسې ښکاري، چې افغانستان وجود نلري؛ په افغانستان کې د پخوا په څېر ستونزې شته، افغانستان اوس یو هېر شوی او له پامه غورزېدلی هېواد دی.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ واشنګتن له پاکستان سره خپلو اوږدمهاله همکاریو ته ارزښت ورکوي او د دغه هېواد له ملکي حکومت سره د امنیت، ثبات او د افغانستان د راتلونکي په ګډون په بېلابېلو مسایلو په منظم ډول خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي: مونږ له پاکستان سره خپلې اوږدمهالې ملګرتیا ته ارزښت ورکوو. دلته د افغانستان د امنیت په شمول یو شمېر سیمې شته، چې زمونږ ګټې په کې دي. مونږ په منظمه توګه له دوی سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوو؛ خو مونږ تل د دې تعاملاتو توضیحاتو ته نه ځو.

اسلامي امارت په وار وار اعلان کړی، چې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي او له دغو هېوادونو یې په پرله پسې ډول په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د پرانستلو غوښتنه کړې ده.

نړیوالې ټولنې ظاهراً د ښځو او نجونو د کار او زدکړې حق، له ترهګرۍ سره مبارزه، د یوه جامع حکومت رامنځته کول او د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ پر ضد نه کارول، بشري حقونو ته درناوی هغه مسایل بللي، چې له عملي کیدو سره به یې له اسلامي امارت سره تعامل ته لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version