تازه خبرونه
نړۍ باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني – د قرغزستان ولسمشر
نوموړي له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک اوس هم د جګړې کلونو ته ورته له سختو شرایطو سره مخ دي.
د قرغزستان ولسمشر د اروپايي هېوادونو له مشرانو او د امریکا له حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې حاکم نظام پر رسمیت وپېژني او د افغانانو د راتلونکي لپاره د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.
نوموړي له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک اوس هم د جګړې کلونو ته ورته له سختو شرایطو سره مخ دي.
د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف ویلي: «کله، چې طالبان (اسلامي امارت) د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې واک ته ورسېدل؛ د افغانستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمې، چې ۹ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالره ارزښت لري په غربي هېوادونو کې کنګل شوې، ګئ شاوخوا اووه میلیډده ډالره یې په امریکا کې دي. دا زیرمې باید ژر تر ژره خوشې شي، چې په افغانستان کې وضعیت ښه او د افغانان هوسا شي.
جباروف په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې قرغزستان له اسلامي امارت سره همکاري روانه ساتلې؛ ځکه، چې د افغانستان وضعیت خرابېدا به پر سیمه منفي اغېز وکړي.
هغه ویلي: زمونږ په ګډون ډېرو هېوادونو طالبان (اسلامي امارت) د له تور نوملړه ایستلي دي. له دې وروسته، چې طالبان (اسلامي امارت) واک ته ورسېدل مونږ سمدلاسه د افغانستان د خلکو د ملاتړ او مرستې لپاره له هغوی سره تماسونه ونیول. مونږ څو- څو ځله بشري مرستې واستولې.
لکه څنګه، چې ما وویل: د افغانستان د وضعیت نوره خرابیدا زمونږ په سیمه منفي اغېزه کولی شي. له همدې کبله مونږ دا نه پټوو، چې مونږ له اوسنۍ افغان ادارې سره همکاري کوو. مونږ څومره، چې کولی شو مرسته وکړو؛ البته دا بسنه نهکوي.
د قرغزستان ولسمشر زیاته کړې، که په افغانستان کې حاکم نظام کمزوری وای: ډېر پخوا به د خلکو له خوا ړنګ شوی وای. نوموړي همدا راز “TRT” رسنۍ ته ویلي، چې له نورې نړۍ څخه د افغانستان پر ګوښه کولو به ستونزه اواره نشي.
جباروف همداراز ټینګار کړی، که اروپايي هېوادونه او یا هم امریکا له افغانستان سره د بېلابېلو پروژو او پروګرامونو په پلي کولو کې تخنیکي مرستې وکړي، دی یې عملي کولو ته چمتو دی.
جباروف ویلي، چې اسلامي امارت یو یا دوه اروپايي هېوادونو ته د سوداګریز سفر لپاره بلل کیدای شي.
هغه وایي: که دوی د پرمختللیو هېوادونو څخه لیدنه وکړي او په ښکاره ډول وګوري، چې خلک څنګه د نړۍ په مختلفو برخو کې ژوند کوي؛ دا کولی شي د دوی د حکومتدارۍ پر تجربه مثبته اغېزه وکړي. که مونږ د دوی ګوښه کول روان وساتو او حتا ۵۰ کاله وروسته به هم کومه مثبته پایله ترلاسه نشي.
اسلامي امارت له نړۍ سره د افغانستان د ارزښتناکو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د قرغزستان د رهبر له ملاتړ او غوښتنې هرکلی کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې له افغانستان سره همکاري وکړي.