تازه خبرونه

نړۍ دې د دښمنۍ پاللو او بندیزونو پر ځای له افغانستان سره همکاري وکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د نړیوالې ټولنې هیڅ فشار ته به تسلیم نشي او د نړۍ لپاره غوره ده، چې د فشارونو او بندیزونو پر ځای له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د واکمنۍ له دوه نیم کالو څخه ډېر وخت تېریږي او اوس هم نړیواله ټولنه پر اسلامي امارت فشار راوړي، چې د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي او له بشري حقونو او په ځانګړي توګه د نجونو او میرمنو له حقونو څخه سرغړونې کوي.

اسلامي امارت وايي، چې هیڅکله به د نړۍ فشارونو ته تسلیم نشي او د بندیزونو او فشارونو سیاست د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته نشي کولی، بلکې نړۍ باید د تعامل لاره خپله کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: لکه څنګه، چې په تېرو شل کلونو کې فشارونو او بندیزونو په افغانستان کې مثبته نتیجه نده ورکړې؛ د تېرو ترخو تجربو تکرار هم د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته نشي کولی.

ربیح الله مجاهد زیاتوي؛ په څه له پاسه دوه نیمو کلونو کې ګڼو هېوادونو له اسلامي امارت سره ښې اړیکې او تعاملات پیل کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ځينې لويديځ هېوادونه اوس هم د تېرو جګړو له کبله له اسلامي امارت سره دښمني پالي.

کارپوهان په دې باور دي، چې نړیواله ټولنه او اسلامي امارت باید د ټکر سیاست یوې خواته کړي او د افغانستان مسلې له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد اوسنیو حالاتو ته پر کتو اسلامي امارت ته لازمه ده، چې له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره سم له نړیوالې ټولنې سره په خپله تګلاره کې نرم دریځ غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی او نړیوالې ټولنې هم خبرداری ورکړی، چې که اسلامي امارت پخپلو سختو سیاستونو له سره غور ونکړي؛ پر رسمیت به یې ونه‌پېژني.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د مشروع حکومت ټول شرطونه لري؛ خو نړۍ د اسلامي امارت په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړی دی.

Trending

Exit mobile version