کوید۱۹

نړۍ دې د کرونا ویروس پر ضد ګډې هڅې وکړي

Published

on

رویټرز څرګنده کړې؛ د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر د دوشنبې پر ورځ د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د روان مهم پړاو د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي؛ ځکه دمګړۍ له ټولو وسایلو برخمن دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ټډروس اډهانوم ګیبریسوس د آلمان له پراختیا وزیرې سونیا شولز سره یوځای په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: کرونا ویروس اوس خپل درېیم کلني پړاو ننوځي او مونږ هم ورسره په یوه مهم پړاو کې یوو.

ټډروس اډهانوم ګیبریسوس وایي: مونږ باید په ګډې هڅې وکړو، چې د دې ناروغۍ مهم پړاو پای ته ورسوو. مونږ باید د وېرې او بې پروایۍ د اوږدېدنې مخنیوی وکړو.

ټډروس د دوشنبې پر ورځ وویل، چې آلمان د توضیحاتو له ورکولو پرته د دې ادارې ترټولو لوی تمویلوونکی دی. په تاریخي توګه امریکا د دې ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ ترټولو ډېره مالي مرسته کړې ده.

د آلمان پراختیا وزیرې سونیا شولز ویلي، چې د آلمان لومړیتوب د جي – ۷  مشرۍ ته رسېدل  او په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له منځه وړل دي؛ خو د دې کار لپاره یې د نړیوالې کچې د واکسین د ګړندی پړاو غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version