تازه خبرونه

نړۍ دې په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ وڅېړي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۰)

په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځ د نمانځلو په بهیر کې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو ویلي نړۍ دې  په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ وڅېړي او له اسلامي امارت سره دې په همغږۍ کې له هېواده بهر میشتو افغانانو سره مرستې وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره امنیت راغلی او له سیاسي مخالفانو او په بهر کې له میشتو افغان کډوالو غواړي، چې بېرته هېواد ته را ستانه شي؛ حکومت به یې نه یوازې امنیت ونیسي، بلکې د کار زمینه به هم ورته برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسنی حالت د تېر حکومت د فساد پایله ده او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.

هغه دغې ناستې ته، چې د اسلامي امارت پر لوړپوړیو چارواکو سربېره د مهاجرت د نړیوال سازمان ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازیو، بهرنیو ډیپلوماټانو او د نړیوالو ټولنو استازیو او چارواکو برخه درلوده وویل؛ د کنګل شویو پیسو اغېز پر عامو خلکو دی نه د اسلامي امارت پر چارواکو.

شېر محمد عباس ستانکزی وایي: که سیاسي او اقتصادي وضعیت بدل نشي؛ نو مهاجرت به ډېر او اړوند هېوادونه له ستونزو سره مخ شي.

د کډوالو چارو او بېرته را ستنېدونکو وزارت د چارسمبالي خلیل الرحمان حقاني د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د هېواد اویا سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

نوموړی له نړۍ نه یوازې غواړي، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، بلکې د کډوالو د لاسنیوی غوښتنه هم کوي او وایي، چې دا مرسته دې له اسلامي امارت سره د همغږۍ له مخې ترسره شي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازیو سره وکتل.

د ملګرو ملتونو سازمانونه اټکل کوي، چې په میلیونونه افغانان به د ژمي په اوږدو کې له بېړنۍ مرستې پرته له لوږې سره مخ شي؛ خو مرستې د نړیوالو د نه خوښۍ له کبله، چې د ښځو د حقونو او سیاسي ګډون اندېښنو له کبله له خنډ سره مخ شوې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت  له بیا واکمنېدو وروسته د بهرنیو مرستو ناڅاپي ځنډ د افغانستان کمزوری اقتصاد له سقوط سره مخ کړ. ملیونونه افغانان بېکاره دي او د بانکدارۍ سیسټم یوازې لږ څه فعال دی.

که څه هم امریکا سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته د شخصي نغدو پیسو لیږلو ته اجازه ورکړي؛ خو دا د مرکزي بانک په زیرمو کې د ۹ میلیارد ډالرو خوشې کولو یا د اسلامي امارت پر یو شمېر مشرانو د بندیزونو د لرې کولو معنا نلري.

د نړیوالو سازمانونو مشرانو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ملاتړ کمېشنرۍ استازیو په دې ناسته کې ډاډ ورکړ، چې له افغان کډوالو او زیانمنونکیو افغانانو سره به خپلې مرستې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version