تازه خبرونه
نړۍ دې په افغانستان کې له مخالفو وسلوالو ډلو ملاتړ نکوي – حقاني
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې پر نړۍ غږ کړی، چې په افغانستان کې دې د هیڅ یوې وسلوالې مخالفې ډلې ملاتړ نکړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسون سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍ باید په افغانستان کې د هیڅ یوې وسلوالې ډلې ملاتړ نکوي.
د اسلامي امارت له چارواکو سره د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د استازیو ترمنځ ډیپلوماټیکې ناستې زیاتې شوې دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره پر امنیتي مسایلو خبرې وکړې.
سراج الدین حقاني ټینګار کړی؛ د دوحې د تړون له مخې، اسلامي امارت ژمن دی، چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښیږي.
ده ویلي، چې د خبرو دروازه د ټولو سیاسي مخالفانو پر مخ خلاصه ده او اسلامي امارت د دوحې د هوکړې له مخې ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کاریږي.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د رییس الوزرا له دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د نجونو د ښوونځيو او د ښځو پر حقونو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي؛ د اروپايي ټولنې استازي په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کیدو په اړه په دې غونډه کې هم خبرې کړي دي.
که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دفتر د دې غونډې په اړه نور جزئیات ورنکړل؛ خو ټینګار یې وکړ، چې په غونډه کې ډیبرا لاینز غوښتنه وکړه، چې د افغان میرمنو حقونه د محدود کیدو پر ځای باید وغوړول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي؛ دا اوونۍ، ډیبرا لاینز د طالبانو له مشرتابه سره وکتل او د ښځو د حقونو د پراخولو او پرته له کوم محدودیت څخه یې د نجونو او ښځو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه، چې ښځې په کار او عامه ژوند کې په پوره توګه برخه واخلي. افغانستان د ستونزو د حل لپاره هراړخیزو هڅو ته اړتیا لري.
د نړیوالو اړیکو شنونکی بلال فاطمي په دې باور دي، چې دا ناستې هغه مهال اغېزمنې تمامېدای شي، چې دواړه لوري پر هغو مسايلو ژمن پاتې شي، چې په عملي ډول پرې خبرې کېږي.
د نړۍ ځينې هېوادونه د اسلامي امارت سره د تعامل لپاره دې ته په تمه دی، چې اسلامي امارت به په خپل چلند کې بدلون راولي. دا، چې اسلامي امارت به څه وخت بریالی شي د هېوادونو باور تر لاسه کړي، وخت به يې په ډاګه کړي.
