Connect with us

سیمه ییز خبرونه

نړۍ د ترکیې او سوریې له زلزله خپلیو هېوادونو سره مرستې ته رادانګي

خپور شوی

د

د دوشنبې پر سهار په ترکیه او سوریه کې له ۷.۸ او ۷.۵ درجو زورورو زلزلو وروسته، چې زرګونه کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې او ویجاړۍ رامنځته کړي؛ نړۍ ورسره د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.

دې زلزلې له ۵۰ څخه د زیاتو زلزلو لړۍ وڅارله، چې ټولو یې ۴.۰ شدت وې.

د دوشنبې پر ورځ په یوه بیان کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي؛ امریکا د مرستو ډلې چمتو کړي او د ترکیې د لټون او ژغورنې له هڅو یې ملاتړ پیل کړی، چې د زلزلې له کبله د زخمیانو او بې ځایه شویو اړتیاوو ته لاسرسی ومومي.

سپینې ماڼۍ څرګنده کړې؛ بایډن د دوشنبې پر ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خواخوږۍ په خاطر خبرې وکړې او ویې ویل، چې امریکا به د بیارغونې په برخه کې د اړتیا وړ هر ډول مرستې واستوي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي، چې ولسمشر جوبایدن دUSAID  او د فدرال شریکانو ته لارښوونه کړې، چې له زلزلې ځپلیو سره د مرستې لپاره راودانګي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس څرګنده کړې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو ته ویلي، چې تیلیفون پورته کړئ او مونږ ته خبر راکړئ، چې امریکا د مرستې لپاره څه کولی شي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر ویلي،‌ چې ترکیې ته به د ژغورنې ډلې واستوي، چې مرسته وکړي.‌

اروپايي اتحادیې ویلي، چې د بلغاریا، کرویشیا، چک جمهوریت، فرانسې، یونان، هنګري، مالتا، هالند، پولند او رومانیا په ګډون د هېوادونو له عملې سره د ژغورنې ډلې یې سیمې ته استولي دي. د VOA د راپور له مخې لږ تر لږه ۱۳ غړیو هېوادونو د مرستې وړاندیز کړی.

د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل او د بحران مدیریت کمیشنر جینز لیناریک په ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې: زمونږ فکر له ټولو هغو کسانو سره دی، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړۍ وزیرې اولاف شولز او د بریتانیې لومړي وزیر ریشي سناک ویلي؛ د دوی حکومتونه چمتو دي، چې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.

بریتانیې ویلي، چې دوی د ۷۶ کسانو د لټون او ژغورنې متخصصینو، تجهیزاتو او ژغورونکیو سپیانو یوه ډله لیږي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس تویت کړی: هېواد یې خپلې سرچینې پر کار اچوي او سمدستي به مرسته وکړي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، د ترکيې د حکومت د غوښتنې په ځواب کې به د لټون او ژغورنې ډلې او طبي مرستې ترکيې ته ولاړې شي.

روسیې هم ویلي؛ د ژغورنې ډلې یې چمتو کړي، چې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلیو سره مرستې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد او د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره په تیلیفوني خبرو کې د زلزلې له کبله د رامنځته شوې مرګ و ژوبلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ترکیې له زلزله ځپلیو سره یې د مرستې لپاره  C17  لومړۍ الوتکه له ۵۰ څخه د ډېرو ژغورونکېو، ځانګړيو روزل شويو سپيو، تجهیزاتو، د برمه کولو ماشینونو، امدادي توکو، درملو او نورو اړینو وسایلو او تجهیزاتو سره چمتو کړې ده.

سربیره پردې عراق ویلي، چې دوی به د ملکي دفاع ډلې ترکیې او سوریې ته د خوراکي توکو او سونګ توکو په شمول د مرستې رسولو سره واستوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دغې پېښې په اړه د خواشینۍ د ښودلو تر څنګ تویت کړی، چې هېواد یې په دغو سختو شرایطو کې له زلزلې ځپلیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جاپان، یو بل هېواد دی، چې زلزلې په کې رامنځته کړيږي او وایي، چې دوی د شاوخوا ۷۵ ژغورنې کارکوونکیو یوه ډله ترکیې ته استوي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د ناتو له غړي ترکیې سره بشپړ پیوستون څرګند کړ او وایي، چې د ناتو متحدین یې ملاتړ کوي.

ترکیه په نړۍ کې یو د هغو هېوادونو څخه ده، چې ډېرې زلزلې په کې کیږي. یوې زلزلې په ۱۹۹۹ کال کې، چې شدت یې ۷.۴ درجې ښودل شوی و د دې هېواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان مړه کړل.

د ۲۰۲۲ ږ. کال د اکتوبر په میاشت کې هم یوه زلزله وشوه، چې شدت یې ۷.۰ درجې و، دې زلزلې د اجین بحیره ولړزوله، چې ۱۱۶ کسان په کې مړه او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل شوي و.

د یادونې ده، چې تر دې دمه په دواړو هېوادونو کې د ۴۳۳۵ کسانو مړینه تائید شوې؛ خو اوس هم ډېر کسان د ورانو شویو ودانیو لاندې بند پاتې او ژغورنکي د مړو او ژوبلو شویو کسانو پسې ګرځي.

سیمه ییز خبرونه

ایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.

Published

on

امریکا او ایران په نیویارک کې له څو میاشتو نښتو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې پر لوړه کچه خبرې وکړې.

دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.

تر اوسه په خبرو کې له کومې ځانګړې پایلې خبر نه‌دی ورکړ شوی؛ خو ویټکوف له ناستې وروسته ویلي، خبرې« رغنده او هیله‌بښونکې» وې او منځګړي به خپلې هڅې روانې وساتي.

ایراني چارواکو ویلي، عراقچي په دې خبرو کې د تهران شرطونه وړاندې کړي، چې ایران یې« د امریکا تېري کوونکي اقدامات» بولي. یعنې د ایران پر بېړۍ چلونې او شتمنیو د اغېز کوونکو اقداماتو لغوه کول.

دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړي؛ که هوکړې ته ونه‌رسېږي واشنګټن کولی شي ایران« له منځه یوسي».

ترمپ دا درې‌ساعته خبرې‌« ډېرې رغنده» وبللې؛ خو ویټکوف څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران استازو په مستقیم او مخامخ ډول خبرې نه‌دي کړي، بلکې منځګړو د دواړو پلاوو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې لېږدولي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ تازه اړیکې له هغو څو میاشتو نښتو وروسته رامنځته شوې، چې ایران، اسرائیل او امریکا په کې ښکېل ول؛ دغو نښتو د هرمزتنګي پر بېړۍ چلونې هم اغېز کړی دی.

هرمزتنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او له دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډي د نړۍ د تېلو پر بازارونو هم اغېز کړی دی.

ایران ویلي: که د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم شي، چې د بحري کلابندۍ لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم په کې دي؛ د دغه سټراټېژیکې اوبلارې د بېرته پرانیستلو امکان شته.

سره له دې، چې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل شوې دي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اساسي اختلافونه  هم پخپل ځای دي؛ په دغو اختلافونو کې د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو، په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو موضوعات شامل دي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي او تمه ده، چې په نیویارک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتل شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران دې د حوثیانو وسلوال ملاتړ ودروي – د اووه هېوادونو ډله

د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.

Published

on

د اووه هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه غوښتي، چې په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکول ودروي؛ ځکه دا چاره کولی شي د کړکېچ د زیاتېدا، د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډېدا او په سیمه کې د ډېرې بې‌ثباتۍ خطر زیات کړي.

د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.

په خبرپاڼه کې له حوثیانو غوښتل شوي، چې د ملکي بېړیو پر وړاندې ټول پوځي اقدامات او ګواښونه سمدستي ودروي او پر ښه نیت سیاسي بهیر ته بېرته راوګرځي.

دغه خبرپاڼه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خپره شوې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

که ایراني مشران هوکړه ونه‌کړي، له منځه به ولاړ شي – ټرمپ

د فاکس نیوز یوه خبریال ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې ورته ویلي، چې د ایران مشران باید هوکړې ته ورسېږي، که نه؛ نو له اقتصادي ړنګېدا یا له منځه تلو سره به مخ شي.

Published

on

ایران او امریکا یکشنبه یو ځل بیا یو بل د سختو اقداماتو ګواښ وکړ. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران هوکړې ته ونه‌رسېږي؛ له اقتصادي ړنګېدا سره به مخ شي او یا به یې مشران له منځه ولاړ شي.

د فاکس نیوز یوه خبریال ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې ورته ویلي، چې د ایران مشران باید هوکړې ته ورسېږي، که نه؛ نو له اقتصادي ړنګېدا یا له منځه تلو سره به مخ شي.

دې خبریال زیاته کړې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره نیویارک ته د سفر پر تمه دی او ټرمپ ویلي، چې له هغه سره لیدنې ته چمتو دی.

ټرمپ د هغې نښتې پر مهال، چې د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو پر بریدونو پیل شوې، څو ځله د پوځي عملیاتو د پراخولو ګواښونه کړي؛ خو تر اوسه یې داسې اقدام نه‌دی کړی.

له دې مخکې د ایران د وسله‌والو ځواکونو مرکزي قومندانۍ ویلي وه، چې پر ایران هر نوی برید به د امریکا پر اډو او ګټو د پرله‌پسې بریدونو پر بڼه غبرګون ولري او د واشنګټن سیمه‌ییز متحدان به هم د جګړې ښکېل لوري وګڼل شي.

د غه راز د ایران پوځ ادعا کړې، چې د نوي برید لپاره د چمتووالي په اړه معلومات لري؛ خو د دغو معلوماتو جزئیات یې نه‌دي خپاره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!