سیمه ییز خبرونه

نړۍ د ترکیې او سوریې له زلزله خپلیو هېوادونو سره مرستې ته رادانګي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۸, ۱۴۰۱)
د دوشنبې پر سهار په ترکیه او سوریه کې له ۷.۸ او ۷.۵ درجو زورورو زلزلو وروسته، چې زرګونه کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې او ویجاړۍ رامنځته کړي؛ نړۍ ورسره د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.

دې زلزلې له ۵۰ څخه د زیاتو زلزلو لړۍ وڅارله، چې ټولو یې ۴.۰ شدت وې.

د دوشنبې پر ورځ په یوه بیان کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي؛ امریکا د مرستو ډلې چمتو کړي او د ترکیې د لټون او ژغورنې له هڅو یې ملاتړ پیل کړی، چې د زلزلې له کبله د زخمیانو او بې ځایه شویو اړتیاوو ته لاسرسی ومومي.

سپینې ماڼۍ څرګنده کړې؛ بایډن د دوشنبې پر ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خواخوږۍ په خاطر خبرې وکړې او ویې ویل، چې امریکا به د بیارغونې په برخه کې د اړتیا وړ هر ډول مرستې واستوي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي، چې ولسمشر جوبایدن دUSAID  او د فدرال شریکانو ته لارښوونه کړې، چې له زلزلې ځپلیو سره د مرستې لپاره راودانګي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس څرګنده کړې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو ته ویلي، چې تیلیفون پورته کړئ او مونږ ته خبر راکړئ، چې امریکا د مرستې لپاره څه کولی شي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر ویلي،‌ چې ترکیې ته به د ژغورنې ډلې واستوي، چې مرسته وکړي.‌

اروپايي اتحادیې ویلي، چې د بلغاریا، کرویشیا، چک جمهوریت، فرانسې، یونان، هنګري، مالتا، هالند، پولند او رومانیا په ګډون د هېوادونو له عملې سره د ژغورنې ډلې یې سیمې ته استولي دي. د VOA د راپور له مخې لږ تر لږه ۱۳ غړیو هېوادونو د مرستې وړاندیز کړی.

د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل او د بحران مدیریت کمیشنر جینز لیناریک په ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې: زمونږ فکر له ټولو هغو کسانو سره دی، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړۍ وزیرې اولاف شولز او د بریتانیې لومړي وزیر ریشي سناک ویلي؛ د دوی حکومتونه چمتو دي، چې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.

بریتانیې ویلي، چې دوی د ۷۶ کسانو د لټون او ژغورنې متخصصینو، تجهیزاتو او ژغورونکیو سپیانو یوه ډله لیږي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس تویت کړی: هېواد یې خپلې سرچینې پر کار اچوي او سمدستي به مرسته وکړي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، د ترکيې د حکومت د غوښتنې په ځواب کې به د لټون او ژغورنې ډلې او طبي مرستې ترکيې ته ولاړې شي.

روسیې هم ویلي؛ د ژغورنې ډلې یې چمتو کړي، چې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلیو سره مرستې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد او د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره په تیلیفوني خبرو کې د زلزلې له کبله د رامنځته شوې مرګ و ژوبلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ترکیې له زلزله ځپلیو سره یې د مرستې لپاره  C17  لومړۍ الوتکه له ۵۰ څخه د ډېرو ژغورونکېو، ځانګړيو روزل شويو سپيو، تجهیزاتو، د برمه کولو ماشینونو، امدادي توکو، درملو او نورو اړینو وسایلو او تجهیزاتو سره چمتو کړې ده.

سربیره پردې عراق ویلي، چې دوی به د ملکي دفاع ډلې ترکیې او سوریې ته د خوراکي توکو او سونګ توکو په شمول د مرستې رسولو سره واستوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دغې پېښې په اړه د خواشینۍ د ښودلو تر څنګ تویت کړی، چې هېواد یې په دغو سختو شرایطو کې له زلزلې ځپلیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جاپان، یو بل هېواد دی، چې زلزلې په کې رامنځته کړيږي او وایي، چې دوی د شاوخوا ۷۵ ژغورنې کارکوونکیو یوه ډله ترکیې ته استوي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د ناتو له غړي ترکیې سره بشپړ پیوستون څرګند کړ او وایي، چې د ناتو متحدین یې ملاتړ کوي.

ترکیه په نړۍ کې یو د هغو هېوادونو څخه ده، چې ډېرې زلزلې په کې کیږي. یوې زلزلې په ۱۹۹۹ کال کې، چې شدت یې ۷.۴ درجې ښودل شوی و د دې هېواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان مړه کړل.

د ۲۰۲۲ ږ. کال د اکتوبر په میاشت کې هم یوه زلزله وشوه، چې شدت یې ۷.۰ درجې و، دې زلزلې د اجین بحیره ولړزوله، چې ۱۱۶ کسان په کې مړه او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل شوي و.

د یادونې ده، چې تر دې دمه په دواړو هېوادونو کې د ۴۳۳۵ کسانو مړینه تائید شوې؛ خو اوس هم ډېر کسان د ورانو شویو ودانیو لاندې بند پاتې او ژغورنکي د مړو او ژوبلو شویو کسانو پسې ګرځي.

Trending

Exit mobile version