د هوا حالاتو بدلونونه
نړۍ د سمندرونو د ساتنې په اړه تاریخي هوکړې ته ورسېده
د نړۍ هېوادونه له لس کلنو خبرو اترو وروسته د نړۍ د سمندرونو د ساتنې په اړه يوې تاريخي هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې؛ د آزادو سمندرونو تړون تر ۲۰۳۰ پورې د سمندري طبیعت د بیارغولو لپاره د نړۍ ۳۰ سلنه اوبه خوندي کوي.
دا هوکړه د شنبې پر ماښام (د مارچ پر څلورمه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له ۳۸ ګړیو خبرو اترو وروسته وشوه.
دا خبرې اترې د کلونو لپاره د د بودجې د تمویل او کب نیولو حقونو په اړه د اختلافاتو له کبله بې پایلې پاتې شوې وې.
د سمندرونو د ساتنې وروستی نړیوال تړون ۴۰ کاله مخکې په ۱۹۸۲ ز. کال کې لاسلیک شو، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون کنوانسیون پېژندل کیږي.
دغه تړون د آزادو اوبو په نوم یوه سیمه رامنځته کړه، چې په دې نړیوالو اوبو کې ټول هېوادونه د کب نیولو حق لري، حرکت کوي او څېړنې ترسره کوي؛ خو د دې اوبو یوازې ۱.۵ سلنه خوندي شوې دي.
د خوندي سیمو څخه بهر سمندري مخلوقات د کب نیولو او بار وړلو له خطر سره مخ دي.
د طبیعت د ساتنې د نړیوالې اتحادیې (IUCN) د راپور له مخې، د نړۍ د سمندري ژوند وروستیو ارزونو ښودلې، چې نږدې لس سلنه یې د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
