تازه خبرونه

نړۍ زمونږ د یووالي او نظام د له منځه وړلو هڅه کوي – د اسلامي امارت رهبر

Published

on

د اسلامي امارت مشر ملا هبة‌الله اخوندزاده ويلي: نړۍ هڅه کوي، چې د شرعي احکامو په اړه د خلکو ذهنیت منفي کړي؛ نو له همدې کبله د ډیموکراسۍ د ښه‌والي څرګندونې کوي، خو دا هڅې به د اسلامي امارت له لوري ناکامې شي.

د اسلامي امارت رهبر د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووه‌ویشتمه) په کندهار کې ځانګړو امنیتي ځواکونو ته په وینا کې ویلي، چې د اسلامي امارت پر ضد باید د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي.

هغه وایي: څوک مو پر قوانینو اعتراض کوي، ځینې د ساینس په جامو کې او ځینې نور په نورو جامو کې هڅې کوي، چې ستاسې ترمنځ یووالی له منځه یوسي او دا نظام ړنګ شي. که دا نظام ختمیږي؛ نو د تفرقې او اختلاف پر بنسټ به وي.

د اسلامي امارت رهبر په یوه غږیزه ویډیو کې ویلي، چې پخپلو فرمانونو یې د افغان ښځو هغه حقوق خوندي کړي، چې په خبره یې په تېرو وختونو کې ترې محرومې شوې وې.

په دې غږیزې ویډیو کې د اسلامي امارت مشر د ښځو د میراث حق یو له هغو مسلو څخه یاد کړی، چې په واکمنۍ کې یې ورته لاس‌رسی شوی دی.

هغه دا هم ویلي، چې: د افغانستان پخوانیو حکومتونو د اسلامي امارت په څېر د ښځو حقوق خوندي نه‌دي. اخوندزاده د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د ښځو د وضعیت ستاینه کړې او وایي: دې فرمانونو په ټولو برخو کې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.

د  کال ۱۴۰۰ په زمري میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته اسلامي امارت په افغانستان کې پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه ولګول، چې په هغو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل، د حجاب لازمي کول، په یو شمېر کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې کار، دمه ځایونو، عامه حمامونو او لوبغالو ته د ښځو له ورتګ منع کول شامل دي.

د اسلامي امارت رهبر په خپلو خبرو کې د افغان نجونو او ښځو لپاره له شپږم څخه د ټورته ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار یې کړی، چې د اسلامي امارت پر چارواکو باید له نیوکو ډډه وشي.

نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب یو له لومړنیو شرطونو یاد کړی دی.

Trending

Exit mobile version