تازه خبرونه
نړۍ له اسلامي امارت سره همکارۍ ته لیواله ده – ډیبرا لاینز
د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې ډیبرا لاینز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د نړۍ ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره همکارۍ ته لیواله دي.
دغه ناسته چې د سې شنبې پر ورځ ترسره شوې، ډیبرا لاینز له چارسمبالي وزیر څخه د امنیتي په اړه د دې وزارت له بشپړې همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه.
ډیبرا لاینز د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې جوړې شوې ناستې ډېرې مثبتې وارزولې.
لاینز ویلي؛ افغانستان ته اوس د ټولو هېوادونو پام رااړول شوی دی. مونږ ژمن یو، چې د بشري مرستو په برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتو، بهرنیي تمویلوونکي راجلب کړو او د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه ترسره کړو.
سراج الدین حقاني میرمن لاینز ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونو په اړوند غونډو کې د افغانستان د رښتیني انځور د وړاندې کولو له کبله د هغې له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت د نړیوالو سازمانونو امنیت تامینولو ته ژمن دی او له نړیوالې ټولنې سره سوله ییزې اړیکې هم غواړي.