تازه خبرونه

نږدې درې سوه كورونه دغره د ښووېدو له امله ترخاورو لاندې شوې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د تخار د رستاق ولسوالۍ په خېران سيمه كې نږدې درې سوه كورونه دغره د ښووېدو له امله ترخاورو لاندې شوې دي. محلي چارواكي وايي، د دې سيمې خلك غرونو ته تللي او مرستندويه ډلې سيمې ته رسېدلي دي.

د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي وايي تراوسه د دغه پېښې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته، خو وايي پنځه مړي له خاورو را اېستل شوي دي.

د رستاق په ولسوالۍ كې د شنبې په شپه سخت توپان او د غره ښووېدو د خېران په نامه كلى ترخاورو لاندې كړى دى.

د تخار والي همدارنګه وايي، دغه توپان ډېر زيان هم اړولى دى او زیاتوي، چې سيمې ته يې يوه اندازه خوراكي توكي، جامې او کیږدۍ ( خېمې ) لېږلي دي.

نوموړی زیاتوي، د بدخشان – تخار او د دغه ولايت پنځو ولسواليو ته غځېدلې لارې د توپان له امله بندې شوې.

هغه ووېل، له دې امله د خېران سيمې ته د مرستې رسول ستونزمن دي او له نړيوالو بنسټونو يې د مرستې غوښتنه كړې ده.

Trending

Exit mobile version