تازه خبرونه
نږدې ۱.۵ میلیون افغانان معلول ژوند کوي
یوناما د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په اړه پخپل دې پیغام کې زیاته کړې: “د دې درد ډېر بار ماشومان پر اوږه وړي. مونږ د دوی د زړورتیا درناوی کوو او د ټولو لپاره د یو ګډ، عادلانه او تلپاتي افغانستان غوښتنه کوو.”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چارشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ نږدې ۱.۵ میلیون افغانان معلول دي، چې ډېری یې د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي پایله ده.
یوناما د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په اړه پخپل دې پیغام کې زیاته کړې: “د دې درد ډېر بار ماشومان پر اوږه وړي. مونږ د دوی د زړورتیا درناوی کوو او د ټولو لپاره د یو ګډ، عادلانه او تلپاتي افغانستان غوښتنه کوو.”
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې پاتې دی، چې ماینونه او ناچاودې توکي نږدې هره ورځ د مرګ و ژوبله او معلولیتونه رامنځته کوي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه اوونیو کې د جګړې د چاودېدونکو توکو په ګډون چاودنو په کندهار، روزګان او بلخ ولایتونو کې اووه کسان، چې ډېری یې ماشومان دي؛ وژلي او نهه نور یې ټپیان دي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال او بشري چارو همغږي کوونکي انډريکا راټواټه په دي اړه ويلي: ” مونږ په خپلو ټولو فعالیتونو او پروژو کې هڅه کوو، چې معلولیت لرونکو وګړو ته لاسرسی ومومو او له وړتیاوو یې بشپړ ملاتړ وشي”.
هغه همدا راز زياته کړې: ” د ژوند په ټولو برخو کې د معلولیت لرونکو و ګړو ګډون تضمینول د يوه سولهيیز، عادلانه او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره مهم ګام دی.”
د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې اټکل کړی، چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱۵۰ مربع کیلومټره ځمکه اوس هم د ماینونو او د جګړې د نورو چاودېدونکو توکو له پاتې شونو ککړه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي؛ په ټول هېواد کې دې وزارت (۱۸۳۰۹۲) معلولیت لرونکي وګړي ثبت او راجسټر کړي، چې هره میاشت ورسره په منظم ډول د بانکي سیسټم له لارې نغدي مساعدتونه کېږي.
