تازه خبرونه

نژدې دوه ملیونه ماشومان په سختو کارونو بوخت – د کارګرانو ټولنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کارګرانو ټولنه په هیواد کی د کار په شرایطو د برابرو کسانو په شتون چی کار نه لري اندیښنه څرګندوی.

د دې ټولنې رییس وایي چی بیکاري ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کی ده.

په همدی حال کی د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بیکاری ستونزی منی؛ خو وایي چی په وروستیو پنځو کلنو کی د بیکاري کچه له څلور دیرش سلنی څخه پنځه ویشت سلنی ته را ټیټه شوی ده.

په هیواد کی بیکاری د دې سبب شوې ترڅو ډیری ځوانان ګاونډیو او یا هم نورو لرې هیوادونو ته په ناقانونه توګه سفرونه وکړی چی دا چاره حتی دځوانانو د سر په بیه تمامیږي او یا هم د بیکاری له رنځ څخه نشه یی تو کو ته مخه کوي.

د کارګرانو ټولنه زیاتوي چی نژدې دوه ملیونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي او بیماري هم د ځوانانو په منځ کی د ډیریدو په حال کی ده.

خو په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي د بیکارۍ د کچې په لوړیدو اندیښنه څرګندوي او وايي د ملي یوالي حکومت پخپلو کړو ژمنو وفا ندۍ کړې.

ویل کیږی له افغانستان څخه د نړیوالوځواکونو له وتلو وروسته او په هیواد کې د ټاکنو د لړۍ د اوږدیدو له امله په هیواد کې د بیکارۍ کچه لوړه شوې ده او د مخنیوي لپاره يي جدي اړتیا ده.

خبریال: حمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version