سیمه ییز خبرونه

نی، تر پنځلسو ورځو دې طالبانو پورې اړوند خبرونه تحريم شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ یا نی اداری د افغان خبریال سردار احمد او د هغه د کورنۍ وژنه په کلکه وغندله د نی مشر وایی، د ترهګرو دا کړنه له نسل وژنو څخه کمه نده.

د افغانستان له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ اداری همداراز له ټولو کورنیو رسنیو غوښتنه وکړه، چی تر پنځلسو ورځو دی طالبانو پورې اړوند خبرونه تحريم کړي.

د کابل په سرينا هوټل ( د کب په ۲۹ ) په ترهګريز برید کی د افغان خبریال سردار احمد او د نوموړي د کورنۍ وژنې د افغانستان خبریالانو ټولنه سخته غمجنه کړې ده.

په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر صدیق اله توحیدي وایی:

د تېرو د یارلسو کلونو په ترڅ کی افغانی رسنیو په بشپړه توګه د طالبانو او دولت ترمنځ دریز کی یو شان عمل کړی، خو دې مسئلی هم خبریالان د مرګ له تهديد څخه خلاص نه کړل.

د ښاغلي توحيدی په وېنا له بګرام بند خونې څخه د طالب بندیانو خوشې کول هم د ترهګريزو کړنو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د ښاغلي توحیدي په وېنا که چېرې وضعیت په همدې توګه دوام وکړي، نو د خبریالانو مسئونیت به لدې زیات تر پوښتنې لاندې راشي. همداراز افغان خبریالان هم د سردار احمد او د هغه د کورنۍ وژنه غندي.

Trending

Exit mobile version