ساینس او ​​ټیکنالوژي

نیسان په امریکا او اروپا کې د بیټریو د بیاکارولو فابریکې جوړوي

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د نیسان موټر جوړولو شرکت په پام کې لري، چې د ۲۰۲۵ مالي کال تر پایه په امریکا او اروپا کې د بیټریو د بیاکارولو نوې فابریکې جوړې کړي.

د راپور له مخې، نیسان هیله من دی، چې د بیټریو بیاکارول او په برښنایي موټرو کې ترې ګټه اخیستل به د نایابه فلزاتو د بیې له لوړولو سره د لګښتونو په کمولو کې مرسته وکړي.

راپور زیاته کړې؛ په اروپا او امریکا کې د بیټریو د بیا کارولو کارخونو جوړول له جاپان وروسته لومړنۍ هڅه ده، چې د بیا کارولو د هېواد نوم یې نه اخیستل کیږي.

نسان شرکت تر دې دمه د رویټرز غوښتنې او پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، تېره میاشت دې شرکت د برښنا رسونې په اړه خپلې هڅې په ډاګه کړي او په پېنځه کلونو کې یې د دوه ټریلیون ین (۱۷ اعشاریه ۵۳ میلیارد ډالرو) ژمنه وکړه، چې د برښنایي موټرو جوړولو د ودې لپاره به سیالي پیل او لګښت وکړي.

دغه شرکت ویلي، چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به ۲۳ برښنایي موټرونه بازار ته وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version