Connect with us

International Sports

نیوزیلینډ او هندوستان د اتلانو جام نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه

په دې لوبه کې، چې په راولپنډۍ کې ترسره شوه؛ د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

خپور شوی

د

د اتلانو جام کرکټ سیالیو په لړ کې د دوشنبې پر ورځ (د کب شپږمه)، بنګله دېش د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۵ ویکټو پر ماتې وخوړه او د دې لوبې په پایله کې د پاکستان ملي لوبډله، چې د جام کوربه وه؛ له سیالۍ څخه وایستل شوه.

په دې لوبه کې، چې په راولپنډۍ کې ترسره شوه؛ د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ یاد هدف په ۴۶.۱ اورونو کې د ۵ لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ او د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

که بنګله دېش پرونۍ لوبه ګټلې وای؛ نو پاکستان به د پرمختګ لپاره لږ چانس درلود، خو د دوی له ماتې سره د کوربه لوبډلې وروستۍ هیله هم له منځه لاړه او دواړو لوبډلو له اتلانو جام سره مخه ښه وکړه.

د بنګله دېش لپاره نجم الحسین شانټو ۷۷ او جاکر علي ۴۵ منډې وکړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۷ اورونو کې بشپړ کړ، چې یوازې پېنځه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وه.

د نیوزیلینډ لپاره راچین راوینډرا ۱۱۲ او ټام لټام ۵۵ منډې جوړې کړې.

له دې بریا سره له A ګروپ څخه د هند او نیوزیلینډ لوبډلو بل پړاو ته ولاړل.

که څه هم په دې ګروپ کې د پاکستان او بنګله دېش، هند او نیوزیلینډ ترمنځ سیالي اوس هم پاتې ده؛ خو پایلې یې پدې اغېزه نلري، چې دا لوبډلې راتلونکي پړاو ته لاره پیدا کړي.

ټاکل شوې، چې افغانستان د چارشنبې پر ورځ د دې سیالیو په خپله دوه‌یمه لوبه کې له انګلستان سره مخ شي. افغانستان په لومړۍ لوبه کې له سویلي افریقا څخه ماتې خوړلې ده.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

د لوبو د معلوماتو او مهالوېش ترلاسه کولو لپاره، د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې وګورئ.

International Sports

ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینه‌والو ته د ای‌اف‌ال جام لوبه خپروي

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

Published

on

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.

دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.

ای‌اف‌ال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.

افغان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Continue Reading

International Sports

فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل

د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.

Published

on

 

د فوټبال نړیوال فډراسیون(فیفا) د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د تنظیم او ترسره کېدا په اړه بېلابېل اړخونه څرګند کړي او دغه سیالۍ یې د تاریخ تر ټولو ستره سپورټي پېښه بللې ده.

د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.

د فیفا د څرګندونو له مخې، ۱۲۴۸ لوبغاړو په دې سیالیو کې ګډون کړی و او د لوبغالو ټولیز حضور له ۶.۸ میلیون اوښتی و.

فیفا ویلي، د دغو سیالیو ترسره کول بې‌ساری عملیاتي او لوژستیکي بهیر و. د شمالي امریکا پر کچه ۶۴۵ رسمي مرکزونه فعال ول او نږدې ۳۰۰ زره تصدیق شویو کسانو د سیالیو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کولې.

له ۴۳ زره ډېر رضاکاران، ۷۳زره او ۷۰۰ امنیتي پرسونل او د ۱۰۴ هېوادونو ۲۵۰۰ د فیفا کارکوونکو د سیالیو د منظمو ترسره کېدو لپاره کار کړی دی.

د امنیتي چارو په برخه کې له یو میلیون څخه ډېر کاري پړاوونه ترسره شوي او د تصدیق سیسټمونو د سیالیو په بېلابېلو ځایونو کې له پېنځه میلیون ډېر ثبتونه او پلټنې ترسره کړې دي.

د درې هېوادونو ترمنځ د لوبډلو او چارواکو تګ راتګ هم ستره لوژسټیکي ننګونه وه. فیفا د سیالیو پر مهال د لوبډلو ۱۱زره او ۳۳۷ ځله تګ راتګ ثبت کړی دی.

همداراز د لوبغالو او چمتووالي ډګرونو لپاره شاوخوا ۳۰۰زره مټرمربع ځانګړی چمن کارول شوی دی.

د رسنیو فعالیتونه هم په پراخه کچه ترسره شوي دي.

د امریکا د ډالاس په ښار کې د خپرونو نړیوال مرکز د نړیوال ټلویزیوني پوښښ اصلي مرکز و. د تولید ډلو نږدې پېنځه زره کامرې کارولي او له ۲۴زره ډېر بېلابېل مطالب یې چمتو کړي، چې ټولې لوبې نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.

فیفا د مینه‌والو د خدمتونو او د لوبغالو د فعالیتونو شمېر هم خپور کړې دي.

د سیالیو پر مهال په لوبغالو کې نږدې ۶۷۵زره هاټ‌ډاګونه، له ۴.۶ میلیون ډېر نرم څښاک او بوتلي اوبه پلورل شوې دي.

له لوبغالو بهر د فیفا د مینه‌والو جشنونو ته په شمالي امریکا کې له ۹ میلیون ډېر کسان ورغلي دي. همداراز د «له تګ مخکې پوه شئ» تر سرلیک لاندې د معلوماتي پروګرام له لارې تر ۲۳۰۰ ډېر واټساپ پیغامونه او ۷.۷ میلیون برېښنالیکونه مینه‌والو ته لېږل شوي دي.

فیفا ویلي، دغه شمېر د پراخ شوي نړیوال جام د تنظیم د کچې او پېچلتیا یوه انځور وړاندې کوي. د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، دا لومړني اړخونه دی او په راتلونکو میاشتو کې به نور معلومات او عملیاتي جزئیات هم خپاره شي.

Continue Reading

International Sports

انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

Published

on

 

د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

ساکا وروسته د لوبې په اووه‌اتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټ‌ټریک یې بشپړ کړ.

د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوه‌یمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.

عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.

امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګول‌وهونکو په سر کې ځای لري.

نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګول‌وهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!