لوبی
نیوزیلینډ د نیمه پایلوبې وروستی ځای افغانستان ته له ماتې ورکولو وروسته خپل کړ
د ۲۰۲۱ نړیوال کرکټ جام ۱۲ پړاو نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره ۴ لوبډلو زړه راکښونکې سیالۍ تر سره کړې.
نیوزیلینډ د یکشنبې پر ورځ افغانستان ته پر ماته ورکولو ځان نیمه پایلوبې ته ورساوه؛ خو هند یې ناهیلی کړ.
د دې سیالیو نور درې سیالان، چې نیمه پایلوبې ته رسېدلي؛ انګلستان، آسترالیا او پاکستان دي. انګلستان او آسټرالیا په لومړي ګروپ، پاکستان او نیوزیلینډ دوه یم هغه کې راغلل.
د دوه یم ګروپ لوبډلې باید د خپل برخلیک معلومولو لپاره د انګلستان او سویلي آفریقا پای لوبې ته په تمه شي.
انګلینډ او آسټرالیا دواړو په خپل ګروپ کې له ۵ لوبو څخه څلور لوبې وګټلې او انګلستان په منډو کې لومړی ځای خپل کړ. سویلي آفریقا هم په ګروپ کې څلور لوبې وګټلې؛ خو پوره منډې یې ترسره نکړې.
پاکستان د څلورو لوبډلو په منځ کې یوازنۍ لوبډله ده، چې تر اوسه ناسوځېدلې ده. په داسې حال کې، چې
نیوزیلینډ د خپلو ۵ لوبو څخه څلور ګټلي.
د ټورنامنټ پای لوبه به د نومبر پر ۱۴مه ترسره شي.